Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېښنا: تر یوې میاشتې پورې به پکتیا له وارداتي برېښنا برخه‎منه شي

د بريښنا شرکت چارواکي وایي چې په پکتیا ولایت کې به د ترکمسنتان له وارداتي بریښنا په لومړي ګام کې په دغه ولایت  کې شاوخوا ۱۴زره کورنیو ته بریښنا ورکړل شي او په راتلونکې کال کې به له ارغندې تر پکتیا پورې د بریښنا د۲۲۰ ولټه مزي په اوږدو کې شاوخوا ۱۰۰زره کورنۍ له بريښنا برخمنې شي.

د دغه شرکت ویاند وايي چې تر پکتیا پورې د بریښنا د مزي د غځولو او د سب‎سټيشن جوړولو چارې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرسته پایته رسیدلې دي او ډېر ژر به د بریښنا د ورکړې لړۍ پېل شي.

د برېښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي وايي:«اوس مهال شته شبکې ته برېښنا ورکوو او راتلونکې کې به پراخ شي. اوس‎مهال څوارلس زره کورنۍ دي په ځدراڼو کې او په ګردیز کې به دا شبکه پراخه شي.»

اخوا که څه هم د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې وارداتي بریښنا او د هغې ټېټه بیه به په پکتیا کې د پانګونې د ودې لاره اواره کړي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید د خلکو لپاره بریښنا له ډاډمنو سرچینو برابره کړي.

اقتصادي کارپوه، عبدالواسع حیدري په دې اړه د اسې نظر لري:«څه موده مخکې ترکمنستان د هرات برېښنا پرې کړه او بیه یې دوه چنده زیاته کړه. دا د کمزورتیا ځای دی. موږ که وغواړو برېښنا تامین کړو نو باید نورو ارزانه سرچینو پسې وګرځو.»

د برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې او سمهال د پکتیا ولایت یو شمېر خلک چې له بریښنا برخمن دي له حرارتي بریښنا ګټه پورته کوي چې د هر کیلو واټ په بدل کې شاوخوا پنځه دیرش افغانۍ ورکوي.

 د دغه شرکت ویاند وايي چې د وارداتي بریښنا په ورکړې سره به د یو کیلو واټ بریښنا بیه پنځو افغانیو ته راټېته شي.

د برېښنا شرکت وايي چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د پکتیا ولایت له وارداتي برېښنا برخه‎من شي

شریک یي کړئ