Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د انارو حاصل زیات شوی

د بلخ ولایت د کرنې ریاست شنبې(د لړم په ۴مه نېټه) وايي سږ کال په دې ولایت کې د انارو حاصلات څلویښت سلنه زیات شوي دي.

 د دغه بنسټ د کرنیزو چارو آمر، ذبیح الله نوبین زیاتوي چې سږکال بزرګرو سلګونه ټنه د انارو حاصلات ترلاسه کړي.

هغه همداراز څرګندوي چې دغه یوشمېر میوې هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو او یوشمېر نورو اورپایي هېوادونو ته صادریږي.

ښاغلی نوبین بیانوي چې د بلخ ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۳۶۰۰هکتاره ځمکه د انارو باغونه دي او زیاتوي:«موږ ثبت لرو چې له یوه جریبه ځمکې چې دوه متر مربع کېږي، زموږ بڼوال توانیدلي تر څلور سوه زره افغانۍ ترلاسه کړي دي.‎»

همداراز د بلخ ولایت د خُلم ولسوالۍ بزګر، محمد اسحاق وايي:«که څوک یوه جریبه ځمکه ولري او انار پرې وکرې، د انارو حاصل یې شپږ سوه منه کېږي.»

د بلخ ولایت یو شمېر بڼوال وایي چې د میوو د ونو د کېنولو سمې لارې چارې او دغه راز د هغو ساتنه یې په مسلکي توګه زده کړې ده چې دا کار د دوی د کرنیزو حاصلاتو په زیاتیدو کې اغېزناک دی.

بڼوال، محمدسرور څرګندوي:«موږ درې ستونزې لرو، یو اوبه دي، بل آفت دی اودریم هم د سړو  خونو نشتوالی. یو من انار اوس په سل افغانۍ پلورل کېږي، خو په جدي، حمل او ثور میاشتو کې بیا اووه سوه افغانیو ته رسیږی.»

په دې لړ کې د بلخ د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مني چې د سړو خونو کموالی د بڼوالو لپاره  یوه لویه ستونزه ده، خو د دې ستونزې  د حل لپاره د هڅو خبره کوي:«د کرنې وزارت د خلم ولسوالۍ بڼوالو ته اووه صفري سړې خونې فعالې کړې او عملآ ترې کار اخیستل کېږي.»

د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ تاشقرغان کلی د هېواد په شمال زون کې د انارو تر ټولو ډیر بڼوڼه لري. ددې سیمې انار په کور دننه او بهر شهرت لري او تر ډېره په کورنیو بازارونو کې پلورل کیږي او یوه برخه یې هند، پاکستان او ازبکستان ته هم صادریږي.

بلخ کې د انارو حاصل زیات شوی

د بلخ د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مني چې د سړو خونو کموالی د بڼوالو لپاره لویه ستونزه ده

شریک یي کړئ