Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د سفتالو د محصولاتو زیاتوالی او بازار نشتون په اړه اندېښنې

په بلخ ولایت کې بڼوال په دغه ولایت کې د شفتالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او زیاتوي چې د شفتالو د هر جریب ځمکې څخه، د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت بڼي حاصلات ترلاسه کوي.

په بلخ کې مایکرس، ژر پخېدونکي الماني او ترکي د شفتالو له مهمو ډولونو څخه دي، چې د مېوو په کورنیو بازارونو کې دغه ډول یې ډېر شهرت او خوښوونکي لري.

د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې بڼوال نظرمحمد وايي:«درې ډوله شفتالو لرو، زموږ سږني شفتالانو ښه بار نیولی. زښت زیات حاصل او بار لري.»

د دغې ولسوالۍ یو بل بڼوال غلام‌محمد هم وویل:«له هرې ونې پنځه کرېټه، شپږ کرېټه، ځينې یې چې کم بار ولري څلور کرېټه حاصل اخلو، هر کرېټ پنځه سوه، پنځه سوه او پنځوس تر شپږ سوه افغانیو پلورو.»

په ورستیو کلونو کې په بلخ کې بڼوالۍ د ځینو بڼوالو په ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی.

میرویس بڼوال وايي، له دې لارې یې له اقتصادي اړخه ژوند ډېر غوړېدلی دی؛ دی زیاتوي، حکومت د بڼوالۍ د پراختیا تر څنګ، د هغوی محصولاتو ته هم باید بازار موندنه وکړي.

میرویس زیاته کړه:«ځکه چې موږ سړخونه نه لرو، د دغو مېوو بازار دومره ښه نه دی، ښه حاصل اخلو، زحمت کاږو، خو په بازار کې بیه ټيټه ده.»

د بلخ په دهداي ولسوالۍ کې د بڼوالۍ د ملي پروزې مسوول عبدالله رحماني بیا وايي:«کلونه پخوا چې کله بزګرو غلې او سبزۍ کرلې دلته لا بڼونه نه وو، دوی د دې سربېره چې ډېر زیار هم کاږه خو له خپلې یو جرېب ځمکې څخه یې کابو ۳۰زره تر ۳۵ زره حاصل ترلاسه کوه خو اوس په یو جریب ځمکه کې د شفتالو بڼ ۱۴۰ تر ۱۵۰ زره افغانیو حاصل اخلي.»

په بلخ ولایت کې پر شاوخوا ۲ زره جریبه ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي.

د هېواد په شمال کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ملي پروژې مسوول عبداللفهیم جباري وايي، دوی له ۱۳۸۸ هجري- لمریز کال راهیسې په بلخ کې پر څه باندې ۱۵ زره جریبه ځمکه د مېوو بڼونه جوړ کړي دي.

ښاغلي جباري په دې اړه زیاته کړه:«هغه مېوې چې په بلخ کې د حاصل د ورکړې په حال کې دي، په ټول کې ژر پخېدونکي مېوې دي چې په سړو سیمو باکیفیته مېوې چې د مارکېټ وړتیا ولري صادرېږي په دغو شپو او ورځو کې د بلخ زردالو کابل ته ځي.»

د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رییس محمدسالم ساعي هم څرګندوي:«هغه مېوې چې په بلخ کې مخ په حاصل ورکولو دي عموماً په دغو شپو او ورځو کې شفتالو، زردالو او فارمسا الو یا تور الو دي، چې دغه درې مېوې اوس بازار ته عرضه شوي او له نېکه مرغه د درې واړو مېوو حاصلات ډېر لوړ و چې کابو ۲۰ سلنه زیاتوالی عملاً لیدلی شو.»

دمګړۍ د هېواد په شمال او نورو ولایتونو کې د یو کیلو شفتالو بیه د ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو ترمنځ ده.

شریک یي کړئ