Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د کب روزنې فارمونو پراختیا

د بلخ ولایت د بڼوالۍ او دامدارۍ ملي پروګرام مسوول وایي چې تمه ده ډیر ژر یاد ولایت کې د ماهایانو شل فارمونه ګتنې ته وسپارل شي.

فهیم جباري وايي چې دغه فارمونه چې هر یو یې په یو جریب ځمکه باندې اباد شوي هر کال د زرګونه ماهانو د تولید ظرفیت لري.

دی همداراز څرګندوي چې پر هر یوه فارم باندې ۷۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي او د فارمونو به جوړېدو سره دغه ولایت کې د کبانو د تولید کچه زیاته شوې ده.

ښاغلی جباري همداراز څرګندوي چې بلخ کې د کبانو روزنې ښه پایله ورکړي او له همدې کبله شل نور فارمونه هم د جوړېدو په حال کې دي:«شل فارمونه زموږ تر پوښښ لاندې دي چې جوړوو یې  او د هر فارم اندازه ۱۲۰ متر پر ۱۸ مترو دی یعنې دوه ۶۰ پر ۱۸ ظرفیت لرونکی ډنډ به وي چې په کې به له درییو تر څلورو زرو کبان روزل کیږي.»

هغه وویل چې دا فارمونه به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې ګټنې ته وسپارل شي.

ورته مهال د ماهیانو د فارمونو یوشمېر څښتن وایي چې اوسمهال یې تولیداتو په ښار کې ځای پیدا کړی دی.

ددغه فارم څښتن محمد نبي وایی چې یوولس کاله وړاندې یې د پنځه زره افغانیو په لګښت  دغه فارم جوړ کړی دی او اوسمهال لس زره کبان لري.

 نوموړی وایي چې په کال کې له دغه فارم نه شپږ سوه زره افغانۍ ترلاسه کوي، هغه زیاتوي:«یوه چا زه وهڅولم چې فارم جوړ کړم، کبان به زه له کرنې درکړم، ما هم ډنډ جوړ کړ خو دا سړی ورک شو. بیا مې خپله جلال اباد ته کس ولیږلو او کبان یې راوړل، اول مو چې راوړل ټول کبان ډېر واړه وو، او  اوس نیم کیلو ته رسېدلي دي.»

د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ رییس، محمدوکیل نیازی وایي چې په بلخ کې د کبانو د روزنې شپږ  هغه همداراز وویل چې څلویښت فارمونه فعالیت لري چې له دغو فارمونو په کال کې بازارونو ته  تر دیارلس ټنو پورې کبان وړاندې کیږي:«موږ کال کط له یوولسو تر دیارلسو ټنه کبان له دې فارمونو تولیدوو او مارکیټ لرو.»

بل خوا په بلخ ولایت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ د پروګرام مسوولان وايي چې ډير ژر به په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې شل فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

 په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې د هر فارم لګښت اووه سوو پنځوس زره افغانۍ بلل شوی دی.

بلخ کې د کب روزنې فارمونو پراختیا

د کبانو د روزنې ډېر شمېر فارمونه په دهدادي او نهرسراج ولسوالۍ کې جوړ شوي دي

شریک یي کړئ