Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د کېمیاوي سرې د کارخونې فعالیت درېدو حکومت زیانمن کړی

له دوه میاشتو راهیسې په بلخ کې د کېمیاوي سرې د تولید تر ټولو لویه دولتي کارخونه د ګاز د کمښت له امله فعالیت یې درېدلی دی.

دا په هېواد کې تر ټولو لویه دولتي کارخونه ده چې له څه د پاسه څلورو لسیزو راهیسې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د کېمیاوي سرې د تولید په برخه کې فعالیت لري.

د دغې کارخونې کارګران، نن په یوې اعتراضي بڼه راغونډ شوي او د دغې کار خونې د ګازو د تامین لپاره د حکومت پر بې پروایۍ نیوکه کوي.

د دغې کارخونې یو کارګر محمد هادي وايي:«دوه میاشتې کېږي چې د سرې او برېښنا کارخونه درول شوې، د درېدو لامل دا دی چې افغان ګاز، د سرې او برېښنا د تولید ګاز پرې کړی دی.»

اعتراض کوونکي وايي د کېمیاوي سرې د تولید د درېدو له امله د ورځې دولت ته له دوه مېلیونه افغانیو زیات زیان رسېږي.

د بلخ د کارکوونکو او کارګرانو د ټولنې رییس محمد حسن کامران په دې اړه وویل:«په کابو دوه میاشتو کې موږ ۳۹۰ مېلیونه افغانۍ زیان کړی دی.»

په دې لړ کې د مزارشریف د سرې او برېښنا فابریکې رییس وايي که څه هم له افغان ګاز شرکت سره یې تړون لاسلیک کړی خو نوموړي شرکت په دې تړون عمل نه دی کړی.

د مزارشریف د سرې او برېښنا کارخونې رییس عبدالرحمان افغان په دې اړه څرګنده کړه:«موږ په یوې شپه او ورځ کې ۳۳۰ زره مټره مکعبه ګاز ته اړتیا لرو چې له هغوی (افغان ګاز) شرکت سره پرټوکول لرو، چې په یوه کال کې ۱۲۰ تر ۱۳۰ مېلیونه مټر مکعبه ګاز د سرې او برېښنا اړتیا ده.»

په دې اړه د افغان ګاز شرکت د مسوولینو د نظر پر اخیستو بریالي نه شوو.

د بلخ د سرې او برېښنا کارخونه په ۱۳۵۳ کال کې فعالی پیل کړ، په هغه وخت کې یې په یوه ساعت کې ۱۲۶ زره ټنه سره تولیدوله او په وروستیو کلونو کې د دغې کارخونې تولیدات ۴۲ زره ټنو ته راکم شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه