ترکش ایر لومړنی بهرنی هوايي شرکت دی چې له شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته يي له کابله - ترکیې او له هغه ځایه درېیم هېواد ته خپلې الوتنې پیل وي.
د دغه شرکت مسوولین وايي،الوتنې یي له ځانګړو روغتیايي تابیاوو سره پیل وي.
په کابل کې د ترکیش ایر د بازار موندنې مسوول حمید الله صالحي وویل:«موږ له خلکو سره د مرستې په پار په خپلو ټکېټونو کې پنځوس سلنه کموالی راوستی دم ګړۍ اسټانبول ته زموږ د یوه خوا د ټکېت بیه ۲۳۰ ډالره دي.»
له بل لوري د هېواد د هوايي چلند ادارې مشر وايي، د دغه شرکت د کار له پیلولو سره جوخت کورنیو هوايي شرکتونو هم خپلې بهرنۍ الوتنې پیل کړې دي.
د د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې رییس محمد قاسم وفایي زاده څرګنده کړه:«موږ اړینې تابیاوې ترلاسه لاندې لرو چې وکړای شو له روغتیايي تدابیرو سره خپلې الوتنې پیل کړو او په دې برخه کې کورني شرکتونه هم خپلې الوتنې پيل کړې دي.»
په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم، شاوخوا ۳ میاشتې مخکې ټولې بهرنۍ الوتنې او ځینې کورنۍ الوتنې ودرول شوې.
د هېواد د هوايي چلند اداره وايي، ډېر ژر به کورنۍ الوتنې هم پیل شي.
په دې اړه مو اندونه