Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیې افغانستان او ایران ته خپلې الوتنې وځنډولې

د ترکیې بنسټونو او ترانسپورټ وزارت د کرونا ویروس خپرېدو له کبله یې افغانستان او ایران ته د الوتنو د لغو اعلان وکړ.

د یاد وزارت یوې خبرپاڼه کې تېره ورځ(یکشنبې د چنګاښ په ۲۹مه نېټه) راغلي دي:«ایران او افغانستان ته د کرونا ویروس د خپرېدا مخنیوي په موخه الوتنې د حکومت لخوا لغو شوې دي.»

همداراز د شنبې په ورځ سرچینو طلوع نیوز ته وویل چې د ترکیې حکومت پرېکړې له مخې افغانستان ته د یاد هېواد ټولې الوتنې لغو شوې دي.

کام ایر، اریانا او د ترکیې هوايي لیکو افغانستان او ترکیې ترمنځ الوتنې درلودې.

نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، هوايي سکتور سخت اقتصادي زیان لیدلی دی، ځکه ډېرې الوتنې ودرول شوې.

ترکیه کې د کرونا ویروس له کبله تر اوسه ۵۴۹۱ تنه مړه شوي دي او له۲۱۹ زرو ډېر پرې اخته دي.

د شنبې په ورځ سرچینو وویل چې د ترکیې حکومت پرېکړې له مخې افغانستان ته د یاد هېواد ټولې الوتنې لغو شوې دي

شریک یي کړئ