Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډېر ژر به په بغلان کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه ورغول شي

د برېښنا شرکت وایي تمه ده ترراتلونکو درېیو ورځو په بغلان ولایت کې د برېښنا وېجاړه شوې ستنه د رغولو چارې بشپړې شي.

د دغې شرکت مسوولین وایي چې په دغې کار سره به په پلازمېنه کابل کې د برېښنا ستونزه له منځه لاړه شي.

د دغې اداري ویاند وایي چې تراوسه هم کابل ښار ته لېږدول شوې برېښنا څخه سل کیلواټه یې پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت د ویاند په خبره، د دغې پایلې د برېښنا په نښلولو سره د کابل د اوسېدونکو برېښنا به ۲۴ ساعته شي.

د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي په دې اړه وویل:«زموږ همکاران د ورځې پر سیستم کار کوي او ټاکول شوې ده تر راتلونکو درې ورځو د ستنې د رغونې کار بشپړ شي.»

بلخوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي پرحکومت د نیوکې سره وایي، چې امنیتي ځواکونه باید د برېښنا پایو امنیت خوندي کړي.

د پلازمېنې د څرخي پله په سیمه کې د تولیدي کار خونو مالکان وايي چې په وروستۍ اوونۍ کې د برېښنا نشتوالي له کبله يي ۸۰ سلنه تولید کم شوی دی.

د یوې کارخونې د بازار موندنې د برخې مدیر محمد هارون تسل په دې اړه وویل:« په دغه شرکت کې کابو ۳۰ تنه کار کوي. موږ هغوی ته تنخواه ورکوو؛ که‎چېرې برېښنا منظمه نه وي، د دوی تنخواه هم یو زیان دی او بله دا چې د دولتي برېښنا په نشتوالي کې اړ یو چې جنراټور ولګوو چې ډېر لګښت لري.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې وسله‎والو طالبانو شپږ ورځې مخکې له تاجیکستان او ازبیکستان څخه پلازمېنې ته د وارداتي برېښنا یوه پایه د بغلان په کیله ګي سیمه کې په بمونو والوځوله چې د دې پېښې له امله پر پلازمېنې برېښنا پرې شوه.

د بغلان په کیله ګي سیمه کې د برېښنا ویجاړې شوې پایې د بیا روغونې چارې په چټکۍ روانې دي. د برېښنا شرکت د ویاند په خبره، د دغې پایلې د برېښنا په نښلولو سره د کابل د اوسېدونکو برېښنا به ۲۴ ساعته شي.

شریک یي کړئ