Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د صنعت په برخه کې پانګه وال د درېیو کلونو له مالیاتو معاف کېږي

د مالیې وزارت د جمعې په ورځ (د تلې پر ۲۱ مه) ویلي هغو پانګه‎والو ته چې د صنعت په برخه کې پانګونه کوي، هغوی تر درې کلونو له مالیاتو معافېږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دغه پانګه‎وال په دایمي توګه د انتفاعي مالیاتو د ۴ سلنه له ورکړې به معاف شي.

دوی ټینګار کوي چې د دغو اسانیاو سربېره د مالیاتو په قانون کې د پام وړ بدلونونه راغلي او د تصویب په موخه به يي ولسي جرګې ته واستوي.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییس عبدالقدیر ځدران په دې اړه وویل:«د خصوصي سکټور د هڅونې او د پانګونې د جلب او جذب، او خلکو ته د دندو د برابرولو لپاره پر عوایدونو د مالیاتو په قانون کې موږ ځینې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.»

په همدې حال کې د کارخونو یو شمېر خاوندان وايي، په هېواد کې د پانګونې کموالي ته په کتو سره ځينو ملاتړ کوونکي پروګرامونه له پانګه‎والو سره مرسته کولای شي.

د اوسپنې د ویلې کولو د کارخونو د ټولنې رییس پروېز قاري زاده څرګنده کړه:«تراوسه په دې اړه قانون ترتیب شوی نه ده، خو داسې ګنګوسې شته، خو د خوشحالۍ ځای دی چې حکومت له هر صنعت څخه ملاتړ کوي.»

د مالیې وزارت د چارواکو په وینا، له دې مخکې به د کارخونو څښتنو په کال کې څلور ځله د بیلانس په موخه دولتي بنسټونو ته مراجعه کوله خو زیاتوي چې د مالیاتو په نوي قانون کې بیا د کارخونو خاوندان کولای شي چې په کال کې یو ځل د خپلې فابریکې بیلانس حکومته وړاندې کړي.

شریک یي کړئ