Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لېسې مریم کې د اور لګېدنې له امله څه باندې ۲۰۰ هټۍ سوځېدلي

د کابل ښار د لېسې مریم د لېلامۍ په بازار کې، د اورلګېدنې له امله څه باندې ۲۰۰ هټۍ سوځېدلي دي.

دغه بازار د «سرې مینې» د بلاکونو په یوې څنډه کې د لنډ مهال لپاره جوړ شوی وه.

د دغو هټیو د خاوندانو په وینا په دغه بازار کې تر سلو زیاتې غرفې او هټۍ شته؛ خو د تېرې شپې په اور لګېدنه کې دغه ټولې هټۍ سوځېدلې دي.

د دغه بازار د هټیوالو استازی رجب خان په دې اړه وویل:«دغه سرای تېره شپه سوځېدلی. په لومړي سره کې، د اور وژنې یو موټر راغی یوه څنډه به یې چې مړه کړه بلې به اور واخیست خو په پای کې،څو اطفاییې د دغه بازار د اور وژنې لپاره راغلې.»

 د دغو هټیو څېښتن وايي چې حکومت ته یې مالیه ورکوله او ښاروالۍ ته یې هم د پاکو کولو د چارو پیسې ورکولې او اوس حکومت باید د دوی پر ستونزو غور ورکړي.

د دغه بازار هټیوال ادعا کوي چې هټۍ یې په قصدي توګه سوځول شوي دي او باید دا پېښه په جدي توګه وڅيړل شي .

د دغه بازار یو هټیوال عبدالقوم څرګنده کړه:«دغه بازار په قصدي توګه سوځول شوی. حکومت باید دغه پېښه تعقیب کړي.»

بل پلو د کابل ښاورالۍ مني چې په دې اورلګېدنه کې خلکو ته خورا زیان رسېدلی دی. د کابل ښاروالۍ ویاند وایي چې د هېواد په بازارونو کې د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره دغه اداره ځینې پلانونه په پام کې لري.

د ښاروالۍ ویاند عبدالجلیل سلطاني په دې اړه زیاته کړه:«موږ داسې پلان تر لاس لاندې لرو چې په ښار کې د ودانیو خوندیتوب لپاره، ټولې دغه ودانۍ څېړو.»

 په څه باندې دوو میاشتو کې دا د پلازمېنې په بازارونو کې درېیمه اورلګېدنه ده او په دغو پېښو کې تر ډېره کوچنيو پانګوالو ته زیان رسوي.

 د کابل ښاورالۍ مني چې په دې اورلګېدنه کې خلکو ته خورا زیان رسېدلی دی. د کابل ښاروالۍ ویاند وایي چې د هېواد په بازارونو کې د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره دغه اداره ځینې پلانونه په پام کې لري.

شریک یي کړئ