Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرې یوې میاشت کې د ډالرو پروړاندې د افغانیو د بیې ۳سلنه لوېدل

د هېواد د صرافۍ بازارونو کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ډالرو په مقابل کې د افغانیو بیه درې سلنه نوره هم رالوېدلې ده.

د افغانستان ملي بانک وايي، د روان کال له پیله تر اوسه یو ډالر، دوه افغانۍ او اویا پوله نور هم قیمته شوی دی.

اقتصادي کارپوهان د هېواد نامعلوم سیاسي وضعیت او بازارونو کې د افغانیو پر ځای د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه د افغانیو د بیې راټیټېدو اصلي لامل بولي.

سره له دې چې په تیره یوه میاشت کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په پرلپسې توګه کمیږي ؛ خو د افغانستان بانک وایي چې د تیر کال د ورته وخت په پرتله سږکال په بازارونو کې افغانۍ باثباته ده.

بل پلو د افغانستان بانک مسوولان په بازارونو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت د لوړیدو یو لامل د هېواد د پېسو له بازارونو د ډالرو اېستل بولي.

د مرکزي بانک د پولیس سیاست عمومي آمر، نائب خان جمال وايي:«د یوې میاشتې راهیسې هېواد کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیخه درې سلنه راټیټه شوې ده. که د ګاونډیو هېوادونو پیسو ته ولیدل شي، نو د دوی په تله د افغانستان پیسو کې ټیټوالی زیات دی.»

 بل پلو د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې  د هېواد په بازارونو کې په ورځنیو راکړو ورکړو کې د کم ارزښته پېسو چلیدل په دغو بازارونو کې د افغانۍ پر ارزښت اغیزلري.

د پوهنتون استاد، منصور هدایت څرګندوي:«له بده مرغه چې تېره اوونۍ کې زموږ د اسعارو بازار با ثباته نه وو، او مرکزي بانک چې هره اوونۍ څلویښت میلیونه ډالره لیلام کوي هم نشي کولی په اوږد مهال کې ستونزه هواره کړي، باید د پیسو پر نورو سیاستونو کار وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د چارواکو په وینا دغه بانک د سږني لمریز هجري کال له پېل راهیسې د افغانۍ د ثبات لپاره بازارونو ته شپږ سوو اویا ملیونه ډالر وړاندې کړي دي.

اقتصادي کارپوهان د هېواد نامعلوم سیاسي وضعیت او بازارونو کې د افغانیو پر ځای د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه د افغانیو د بیې راټیټېدو اصلي لامل بولي

شریک یي کړئ