Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د مس عینک کان کې دوه مېلیارد ډالر زیان کړی

د اټکلونو له مخې په تېرو اوو کلونو کې د مس عینک کان د بې برخلیک توب له امله، څه باندې دوه مېلیارد ډالره یې ملي عوایدو ته زیان رسولی دی.

د طلوع نیوز یو رپوټ مودنې ښيي چې د لوګر په عینک سیمه کې د نړۍ د مسو د یوې لویې زیرمې بې برخلیکه پاتې کېدل چې له لسو کلونو راهیسې د دغې پروژې د تړوني (قراردادي) شرکت او کانونو وزارت په ګروت کې دی.

د مسو د دغه لوی کان کار چې زرګونه مسلکي کارګرانو او کارکونکو ته اړتیا لري اوس دا پروژه د چین د ام سي سي شرکت د لږ شمېر کارکونکو او څو تنو افغان کارګرانو په فعالیت سره خلاصه کېږي.

د عینک د مسو په پروژه کې د ام سي سي شرکت مسلکي کارکوونکی وانګ باو په دې اړه وايي:«موږ په اوسني وخت کې په دې پروژه کې یوازې اته چینایان کار کوو، زموږ اوسنی مسوولیت د دې ځای او وسایلو ساتنه ده او زموږ د افغان کارګران شمېر اوس مهال دیارلسو تنو ته رسېږي چې له موږ سره د موټر چلولو او د ماشینونو په ساتنه کې کار کوي»

د لوګر د عینک په کان کې د مسو زیرمې کابو یوولس مېلیونه او ۵۰۰ زره ټنه او ارزښت یې ۷۶ مېلیارد ډالره اټکل شوی دی.

د دغه کان په ډبرو کې د مسو سلنه کابو دوه سلنه بلل شوې او د عینک د مسو کان د تړوني شرکت د څېړنو له مخې ښايي په دغه کان کې د مسو زېرمه او د کان په ډبرو کې د مسو سلنه په ژوره برخه کې زیاته وي.

د مسو دغه لوی کان په ۲۰۰۸ز کال کې د چین ام سي سي شرکت ته په دې شرط ورکړل شو چې دغه شرکت د مسو د اکتشاف او ایستلو لپاره د عینک په کان کې د څه د پاسه اوه مېلیارد ډالرو په پانګونې، په افغانستان کې د مسو د ویلې کولو لویه کارخونه جوړه کړي، همداراز له لوګره تر حیرتان او له لوګره تر تورخم پورې ریل لاره جوړه کړي او همداراز د ډبرو له سکرو د حرارتي برېښنا د تولید لپاره په لوګر ولایت کې د څلورسوه میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت سره د برېښنا د تولید دستګاه جوړه کړي.

خو ام سي سي شرکت په دغه کان کې د عملي کار له پیلولو وروسته د تړون ځينو شرایط ناشوني اعلان کړل د عینک د مسو کان په تړون کې یې د تعدیلاتو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ام سي سي شرکت استازی هدایت عزیزي څرګنده کړه:«موږ د مسو د ویلو کولو د کارخونې له جوړولو تېر شو چې د دغه کارخونې د جوړولو لپاره او د هغو تېزابو د له منځه وړلو لپاره چې د مسو د تولید په پایله کې ترلاسه کېدل مواد موجود نه وو، نو سمه نه وه چې دغه کارخونه جوړه شي او د خلکو په زیان وه.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه وايي:«یوازې د مسو ایستل زموږ لپاره مهم نه دي باید د تړون ټول توکي چې منل شوي عملي شي.»

په ۲۰۱۰ز کال کې د عینک کان په تړون کې پر ستونزو سربېره، دغه کان په مرکزي برخه کې لرغوني اثار ولیدل شول او دا هغه ستونزه وه چې د عینک د مسو په کان کې د چینایانو د کار د درولو لامل شو.

په دې وخت کې چې حکومت هم له چینایانو سره د عینک پروژې د کار پرمخ بېولو ته لېوالتیا نه لرله، په دې برخه کې په بیا بیا بې پامۍ سره چینایان هم په دغه کان کې له کاره نهیلي شول.

اوس د کابو لسو کلونو په تېرېدو د عینک کان په تړون کې د اختلافاتو ترڅنګ، په دغه پروژه کې پڅ کاري بهیر او په دغه لوی کان کې د لرغونو اثارو د موندلو لپاره له ډېرو لومړنیو وسایلو او بڼې کیندنې د پوښتنې وړ شوې دي.

د عینک د مسو په کان کې د لرغونو آثارو د لټولو بهیر تصویرونه ښيي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په جدي توګه پر دغه پروژه کار نه کوي.

د ځينو کارګرانو په وینا په دغه ځای کې ډېری کیندنې چې په کوچنیو برسونو شوې له لازم پوهاوي پرته دا کار شوی او لرغوني توکي هم نه دي ترې ترلاسه شوي.

له بلخوا په دغه ځای کې د لرغونو آثارو د لټولو لپاره له کیندنو د لسو کلونو په تېرېدو، چینایان ادعا لري چې د عینک د مسو کان له سیمې کابو اتیا سلنه تاریخي توکي ایستل شوي او دوی چمتو دي چې د کافر تپې په نوم د لرغونو آثارو مهمه برخه خوندي کړي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د عینک سیمې کابو پنځوس سلنه لرغوني توکي ایستل شوي او دوی په دغه کان کې د خپل کار د پای ته رسېدو د وخت په اړه څه نه وايي. 

له بلخوا د عینک د مسو کانو په ایستلو کې ځنډ، د هغو زیانونو ترڅنګ چې د سیمې اوسېدونکو ته رسېدلي، په سیمه کې د ټول ګټو خدماتو د پروژې د نه عملي کېدو، وزګارۍ او د بنسټیزو پروژو د نشتوالي په شان لوی زیانونه هم خلکو ته رسېدلي دي.

د عینک د مسو له کان څخه د مسو په ایستلو کې ځنډ د هېواد ملي عوایدو لپاره زیانمنونکي بلل شوي دي.

د لومړنیو شمېرو له مخې په تېرو اوو کلونو کې حکومت کابو دوه نیم مېلیارد ډالر د عینک د مسو کان د عوایدو له پلوه له لاسه ورکړي دي.

اخوا د ام سي سي شرکت مسوولین ادعا لري چې په دې موده کې د اته سوه میلیون ډالرو په لګولو او فعالیت سره دوی هم کابو دوه مېلیارد ډالر له لاسه ورکړي دي.

په دې ځای کې ۱۷۵۰ افغان امنیتي پوځیان د عینک د مسو کان په ساتلو بوخت دي چې د ورځې څه د پاسه اته سوه مېلیونه افغانۍ لګښت لري.

له بلخوا له لسو کلونو راهیسې د عینک د پروژې د اکتشافي کار له ۹۵ سلنه پرمختګ پرته، په دغه پروژه کې بنسټیز کارونه نه دي شوي آن هغه سړک چې د عینک پروژې ته ورغلی هم خام دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي په دغه پروژه کې د دوه اړخیزو ژمنو نه عملي کېدو دي نهیلي کړي دي.

د عینک د مسو په کان کې کارګر ذبیح الله وايي د عینک د مسو په کان کې د لومړنیو کارونو په پيلېدو د لوګر د اوسېدونکو د ژوندانه د وضعیت ښه کېدو ته هیله مندي زیاته شوې وه خو اوس ډېری خلک د دغې پروژې له عملي کېدو نهیلي شوي دي.
له بلخوا د عینک کان د مسوولینو په وینا حکومت هم په ځینو موردونو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

د عینک د مسو کانو د امنیت په ساتلو کې ناتواني، د ځمکو په استملاک کې ستونزې او د حرارتي دستګاه د جوړولو لپاره د ډبرو سکرو د لازمو زیرمو په برابرولو کې د حکومت ناتواني له دغو موردونو څخه بلل کېږي.

له دې سره سره دا چې څه وخت به د دغې پروژې کار پيل شي او ولې حکومت په نوموړي کان کې کار خپل لومړیتوب نه بولي، هغه پوښتنې دي چې تراوسه بې ځوابه پاتې دي.

ځينې کارپوهان دا کار د کانونو وزارت د اوسني مدیریت له توانه بهر بولي او وايي حکومت به له دغو ننګونو سره د نوموړې پروژې د مدیریت توان ونه نه لري.

د ام سي سي شرکت د مسوولینو په وینا دوي څو ځله په دغه کان کې د کارونو د پرمخ بیولو لپاره حکومت ته حل لارې وړاندې کړې خو تراوسه یې په دې هکله هیڅ ځواب نه دي ترلاسه کړي.

د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر په دغه پروژه کې له حده زیاتو ستونزو ته په پام سره وايي حکومت باید د عینک کان ستونزې اوارې کړي او په دې برخه کې لازمه پانګونه وشي.

کانونه له ۲۰۱۷ز کال وروسته د حکومت د اړتیا وړ عوایدو په برخه کې مهمه برخه بلل شوې وه. په ۲۰۱۷ز کال کې د حاجیګک، د عینک د مسو او آمو سیند د پروژو له پيلېدو سره په یو وخت په دې اړه د څېړنو له مخې ټاکل شوې وه افغانستان له دې پلوه په کال کې یو مېلیارد ډالر عاید ترلاسه کړي خو تېر کال د کانونو وزارت ټول عواید له شل مېلیونه کم وو.

شریک یي کړئ