Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو محصولاتو د ارزښت د زیاتوالي لپاره د اقتصاد وزارت پروګرام

د اقتصاد وزارت د ۱۵ ډوله کورنیو تولیدي توکو د ارزښت د لوړولو لپاره کار پیل کړی دی.

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د کورنیو محصولاتو د زیاتوالي ارزښت لپاره ځينې پروګرامونه په پام کې لري چې له مخې به يې نړیوالو بازارونو ته د ۱۵ ډوله تولیدي محصولاتو او توکو د پروسس او بسته بندۍ په مخکې شته ستونزې په چټکۍ هواروي.

د دغه وزارت مرستیال محمد اسماعیل رحیمي وایي، زعفران، چلغوزې او غنم په هغو تولیدي محصولاتو کې شامل دي چې پرې کار روان دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال محمد اسماعیل رحیمي په دې اړه زیاته کړه:«موږ د هغو توکو له په ګوته کولو سره چې کولای شي د هغوی د ارزښت له زیاتوالي سره ملي او سیمه‎ییز اقتصاد پياوړی کړي، ځانګړي پروګرامونه عملي کوو او په دغه پروګرامونو کې لومړی تر ۱۵ ډوله کورني توکي ته مو لومړیتوب ورکړی دی.»

بلخوا د کانونو او پټرویلم وزارت چارواکي وايي، د کان ایستنې د نقشې پر بنسټ دغه وزارت هڅه کوي هېواد کې د ودانیزو ډبرو کانونو لپاره پانګونه جذب کړي.

دوی وایي، دهېواد ځينې کانونه کولای شي د هېواد په اقتصادي وده کې چټکه ونډه ولري.

د کانونو او پټرویلم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه څرګنده کړه:«د هېواد یو ډېر شمېر کانونه دي که‎چېرې پر هغوی پانګونه وشي، سترې ګټې ورکوي په همدې ترتیب، موږ ځينې کانونو ته لومړیتوب ورکړی، ترڅو له هغوی څخه په لازمه توګه ګټنه ملي عواید زیات کړي.»

له دې مخکې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي وو که حکومت د وارداتو لپاره د بدلون روښانه سیاست ولري او پلي یې کړي نو افغانستان کولای شي له اوسنیو تولیداتو ستر عواید ترلاسه کړي.

دوی وایي، اوس‎مهال ډېری ګټه د کورنیو صادراتي توکو څخه ترلاسه کېږي.

اقتصاد وزارت مرستیال محمد اسماعیل رحیمي وایي، زعفران، چلغوزې او غنم په هغو تولیدي محصولاتو کې شامل دي چې پرې کار روان دی.

شریک یي کړئ