Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دافغانستان په ځان بساینې اواقتصادي پراخیتا کې د اوبو د زېرمو ونډه

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن(سې‎شنبې د کب په ۱۷ مه)په کابل کې وویل چې د هېواد د اوبو د زېرمو مدیریت کولای شي چې د راتلوونکي نسل او د هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه ولوبوي.

هغه ټینګار وکړ چې حکومت دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري.

عبدالله وویل:«که‎چېرې واقعاً د اوبو مدیریت ته پاملرنه وشي او ښه پاملرنه وشي موږ د خپل هېواد او راتلونکي نسل ،د ماشومانو او د سبا جوړونکو راتلونکی تضمینوو.»

په همدې حال کې د اوبو او برېښنا وزیر وايي چې د هېواد له اوبو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره به پراخ پروګرامونه عملي کړي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل:«د اوبو په زېرمو کې ماته جبران نه منوونکې ده، که‎چېرې د اوبو زېرمې له لاسه ورکړو او له منځه یوسو هېڅکله د ژوند لپاره موکه شتون‎ نه‎لري.»

افغانستان د اوبو ډېرې زېرمې لري؛ خو یوازې له ۳۶ سلنو دغو اوبو کار اخیستل کېږي او لویه برخه یې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

اوس مهال د افغانستان برسېرنې اوبه ۴۹ مېلیارده مټر مکعبه اوبو ته رسېږي او ۱۸ مېلیارده مټر مکعبه یې تر ځمکې لاندې اوبه لري.

 دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې  شاوخوا درې مېلیونه و ۵۰۰ زره هکټاره  د کر وړ ځمکه د کر لپاره د اوبو د نشتوالي له امله له کره کېلې پاتې کېږي.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر په دې اړه وویل:«په هغه صورت کې چې موږ وکړای شو په سمه توګه د خپلو اوبو مدیریت وکړو نه یوازې موږ ځان بساینې ته رسېږو بلکې په هغې کچه اوبه لرو چې له ګاونډیو سره هم کولای شو په یوه تعامل کې له هغوی سره تړون ولرو.»

ایران، پاکستان، ازبیکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي چې د افغانستان د اوبو له پنځو زونونو څخه ګټه پورته کوي خو افغانستان یوازې له ایران سره د اوبو هوکړه لیک لري .

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي وايي:«له هېوادونو سره د هېواد د افغانستان اوبه لا هم وېشل شوې نه دي له دغو هېوادونو سره باید معاهدې رامنځته شي پر هغو مذاکرې وشي باید اوږدمهاله نه وي باید د ۲۰ یا ۳۰ کلونو لپاره وي.»

په هېواد کې د اوبو پر قوانینو او سیاستونو بیا کتنه ؛ د اوبو د مخنیوي لپاره د بندونو د جوړلو د پروژو عملي کول ؛د هېواد د اوبو د زونونو پیاوړتیا ؛ د اوبو د زوونو د ماسټر پلان جوړېدل د اوبو په تړاو د جوړې شوې څلورمې غونډې د ګډونوالو غوښتنې دي چې حکومت یې باید له مخې خپل پلانونه طرحه کړي .

شریک یي کړئ