Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکمال خان بند او دهیرمند اوبو دمعاهدې دعملي کولو لپاره دحکومت هڅه

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ(د وري په ۲۱ مه)ویلي چې د هېواد په لوېدیځ کې د هیرمند اوبو د معاهدې او د سرحدي اوبو د مدیریت لپاره کار پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په څو راتلونکو ورځو کې به د کمال خان بند د جوړېدو تړون به لاسلیک شي.

نوموړی دغه پروژه د هلمند د اوبو د کابو کولو لپاره مهم بولي او وایي چې او سمهال ایران د هلمند د سیند له اوبو تر خپل حق څخه ډېرې اوبو اخلي .

د اوبو او برېښنا وزیر، علی احمد عثماني وايي:«د کمال خان بند رغونه د هيرمند حوزي اوبو لپاره اړینه ده، خو بسنه نه کوي، له همدې امله موږ اړ یوو چې د دې هوکړې نورې برخې هم د پولې اوبو مدیریت په برخه کې پلې کړو چې اوس یې ډېره اندازه نورو هېوادونو ته ځي.»    

د اوبو او برېښنا وزیر وايي چې د کمال خان بند پر جوړېدو سربېره په دهراوود کې د اوبو د سټیشن د نصبولو او ایران ته د بهېدونکو اوبو د کچې معلومول پېل شوي دي .

د هلمند د اوبو د تړون د دویمې مادې له مخې افغانستان مکلف دی چې په منځنۍ توګه په هرې ثانیې کې ایران ته ۲۲ متر مکعبه اوبه ورکړي خو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په تېرو څو کلونو کې د هلمند د اوبو څو برابره کموالي ته په پام سره افغانستان باید له دغه سیند څخه ایران ته د ورتلونکو اوبو پر حق بیا کتنه وکړي.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد څانګې استاد، سید مسعود څرګندوي:«د هلمند سیند له پخوا څخه تر اوسه ډېرې کمې شوې دي، خو د ایران داوبو حق ثابت دی چې دې حق باندې باید بیا کتنه وشي، ځکه چې اوس باید موږ ډېرې اوبه ایران ته ورکړو.»

افغانستان  په منځنۍ توګه په کال کې ۷۰ مېلیارده متر مکعبه اوبه لري؛ خو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ۷۰ سلنه دغه اوبه له ګټې اخیستنې پرته ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي .

په داسې حال کې چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د چارواکو په وینا د کرنې لپاره د اوبو کموالی هغه ستونزه ده چې له امله یې په کال کې د کر وړ ډيرې ځمکې له کره پاتې کیږي .

یو شمېر کارپوهان ځان بسیاینې ته د افغانستان رسېدل نورو هېوادونو ته د بهېدونکو اوبو په کابو کولو پورې تړي .

شریک یي کړئ