Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «یوه کمربند، یوې لارې» پروژې په عملي کېدو د چین ټینګار

اجرائیه ریاست وايي چې د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې، له افغانستان سره د دغه هېواد د اقصتادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او همدارنګه د «یو کمربند، یوې لارې» پروژې په عملي کېدو ټینګار شوی دی.

د چین د ټولیزو علومو اکاډمۍ پلاوی، څلور ورځې وړاندې کابل ته راغلی او له اجرائیه رییس او یو شمېر نور افغان حکومتي چارواکو سره لیده کاته وکړل.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال د پنجشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۱ مه)په دې اړه طلوع‎نیوز ته وویل:«دا یوه لرغونې لاره ده او په افغانستان کې ډېر لرغونتیا لري؛د ملي یووالي حکومت هڅه کوي ترڅو دغه لاره بېرته ورغول شي او له شک څخه پرته د دغې لارې له بیا رغونې افغانستان خپلې ګټې لري.»

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولان وايي که څه هم چې حکومت توانېدلی، د دغې پروژې د لومړۍ طرحې پر خلاف د افغانستان لپاره په دې پروژه کې ډېره ونډه ترلاسه شوې خو له دې پروژې د ګټې اخیستو په برخه کې هم باید ډېره ونډه ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلۍ وايي:«که‎چېرې موږ دغه موکه له لاسه ورکړو، ډاډه اوسې چې نور به ونه توانېږو په سترو سیمه‎ییزو پروژو کې ونډه واخلو؛دا پروژه زموږ لپاره ډېره مهمه ده.»

که څه هم چې بېلابېل هېوادونه له هغې ډلې تاجیکستان توانېدلی دی چې په دې برخه کې د چین پانګونه راجلب کړي.

د «یو کمربند، یوې لارې» پروژه د ورېښمو د نوې لارې جوړېدل، چې چین په لومړي ګام کې د هغه د عملي کېدو لپاره ۴۰ مېلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.خو د دغه اقتصادي کمربند جوړېدل ترېلیونونو ډالرو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ