Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د آمو سیند د نفتي حوزې کار په موقتي توګه درول شوی

رپوټونه وایي، چې چینایي کمپنۍ د آمو سیند له نفتي حوزې څخه د تیلو د را ایستلو کار په موقتي توګه درولی دی.

ویل کیږي، چې چینایي کمپنۍ وروسته تر هغې له افغانستانه خپل کار کوونکي وایستل، چې په بهر کې د اومو نفتو د تصفیې په اړه له حکومت سره کومې هوکړې ته ونه رسیده.

خو د کانونو وزارت وایي، چې د آمو سیند له نفتي حوزې څخه د تیلو د رایستلو کار په موقتي توګه درول شوی، خو له وزبکستان سره د ترانزیتي تړون له لاسلیکیدو سره سم چینايي کمپنۍ به د استخراج چارې بیا پیل کړي.

د کانونو د وزارت ویاند، محمد رفیع رفیق صدیقي وایي، دا ستونزه به له ازبکستان سره د ترانزیتي تړون له لاسلیکیدو وروسته حل شي.

محمد رفیع رفیق صدیقی وایي:«د ترانزیتي تړون تر لاسلیکیدو پورې به د استخراج چارې ځنډنۍ پاتې وي، خو په سیمه کې نور کارونه جریان لري.»

د کانونو وزارت وایي، د چین د تیلو ملي شرکت د قرارداد پر بنسټ تر دریو کلونو پورې کولای شي اومه نفت د تصفیې لپاره بهر ته ولیږدوي او په همدې موده کې به د امو سیند په نفتي حوزه کې د تیلو یوه تصفیه خانه هم جوړوي.

داسې اټکل کیږي چې د امو سیند نفتي حوزه تر۸۰ میلیونه بیرلو زیات د اومو نفتو زیرمې ولري. افغانستان چې اوبو ته لار نه لري، د سرو زرو، مسو، اوسپنې، د تیلو او همدا شان د لیتیوم بډایې زیرمې لري.

د امو سیند د پروژې د پیل راهیسې، درې نور ستر نړیوال شرکتونه د نفتو د یوې بلې سترې ذخیرې د امتیاز د ترلاسه کولو له پاره هڅې کوي. د افغان ـ تاجېک، په نوم دغه ستره ذخیره چې د نفتو شپږ حوزې په کې شاملې دي، اټکل کیږي چې ۱،۹ میلیاره بیرله زیرمې لري.

رپوټونه وایي، چې چینایي کمپنۍ د آمو سیند له نفتي حوزې څخه د تیلو د را ایستلو کار په موقتي توګه درو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه