Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر له رارسېدو سره هم مهاله د څارویو بیه څلوېښت سلنه زیاته شوې

د لوی اختر له راسېدو سره هم‎مهاله، د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې د څارویو په ځانګړې توګه د غویانو او پسونو بیه د تېر کال په پرتله څلوېښت سلنه زیاته شوې ده.

سبا (یکشنبې د زمري ۲۰مه) د لوی اختر له لومړۍ ورځې سره سمون لري؛ چې کابل کې معمولاً درې ورځې لمانځل کېږي.

د پلازمېنې اوسېدونکي، د قرباني اختر د لمانځلو او د ابراهیمي سنت د پرځای کولو لپاره پسونه او یا هم غوايي قرباني کوي او په همدې دلیل، د دغو څارویو بیه کابل کې زیاته شوې ده.

کابل کې د څارویو پلورونکي وايي چې دم‎ګړۍ د یوه پسه بیه چې د قربانۍ لپاره استفاده کېږي له اوه زره تر شل زره افغانیو بیه لري.

خو دغه د څارویو پلورونکي وايي چې سږکال پلور هم کم دی.

یو له دغو پلورونکو فضل الحق وايي:«د تېر کال په پرتله سږکال څاروي زښت زیات دي خو پېرودونکي کم دي، زه تراوسه نه یم توانېدلی چې څه وپلورم.»

خو ځينې کابل مېشتي پېردونکي بیا له لوړې بیې شکایت کوي.

کابل مېشتی زلمی وايي:«مخکې ما یوه غوا انتخاب کړه ما ته یې بیه ۶۵ زره افغانۍ وویله، په داسې حال کې چې ما تېر کال اختر کې همدا ډول غواړ په څلوېښت زره واخیسته.»

بل لورته بیا د کرنې وزارت وايي، د زیاتو اورښتونو او د غلو د زیاتوالي له کبله مالدارن سږ کال مجبور نه دي چې په هره بیه خپل څاروي وپلوري.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړه:«د څارویو د پلور فضل د لوی اختر په ورځو کې دي، له همدې امله بیې لوړېږي.»

تېر کال د وچکالۍ له کبله په بې مخینې توګه د څارویو بیه کمه وه. ډېر مالدارنو یا خپل څاروي یې په ارزانه بیه وپلورل او یا هم د وچکالۍ له کبله نابود شول.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د شمېرو پر بنسټ، دم‎ګړۍ څه باندې دېرش مېلیونه څاروي په هېواد کې روزل کېږي چې ۲۱ مېلیون یې پسونه او وزې دي.

شریک یي کړئ