Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د برېښنا«د پېر او پلور» هوکړه لیک

افغانستان او ازبیکستان، د برېښنا د پېر او پلور لپاره یو لس کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هوکړه لیک د برېښنا شرکت او د ازبیکستان د برېښنا د ملي شبکې مدیره پلاوي رییس له خوا او د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو په حضور کې لاسلیک شو.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا دغې پروژه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا په وړتیا سره د برېښنا د مزي جوړېدل شامل دي او د دغې پروژې له بشپړېدو سره، د هېواد شمالي، مرکزي، سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو ته به په څلروېشت ساعته توګه برېښنا ورکړل شي.

دا هوکړه لیک ازبیکستان ته د بهرنیو چارو نوماند وزیر حنیف اتمر د سفر په لړ کې لاسلیک شوی دی.

ښاغلي اتمر په دغه سفر کې د ازبیکستان له لوړپوړو چاروکو سره لیدلي دي، او د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ازبیکستان  د افغان سولې بهیر نه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد ته د تاجیکستان د وارداتي برېښنا له پرېکېدو وروسته په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ کچه زیاته شوې ده، هغه څه چې تل یې د هېوادوالو نیوکې راپارولې دي.

شریک یي کړئ