Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره د مرکزي بانک هڅې

د مرکزي بانک چارواکي وايي چې هڅه کوي سږکال چې د هېواد د ارزو زېرمو ته ‍۵۰ مېلیونه ډالر ور زیات کړي.

د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق وايي چې په هېواد کې د پیسو د ثبات لپاره د پیسو د اثارو له زېرمې کار اخیستل کېږي او دم‎ګړۍ د ارزو زېرمې ۷ مېلیارده او ۵۰۰ مېلیونو ډالرو ته رسېږي.

هغه همدارنګه وویل یو پروګرام په لاس کې لري ترڅو وکړای شي د هېواد ارزو زېرمې له دې هم زیاتې شي.

ښاغلي صدیق وویل:«زموږ خالصې زېرمې له ۷ مېلیارد او ۴۰۰ یا ۵۰۰ مېلیونه دالرو لوړ دي. او دا د کابو ۱۰ میاشتو د وارداتو ارزښت دی. که‎چېرې د یوه هېواد د ارزو او اسعارو زېرمه د درېیو میاشتو لپاره بسنه وکړي، د خوب په حالت کې دی.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وايي چې حکومت د هېواد د اسعارو له زېرمې څخه د ګټنې روښانه پلان نه‎لري.

د کابل په پوهنتون کې د اقتصاد څانګې استاد سید مسعود په دې اړه وویل:«په هېواد کې د ارزو د زېرمو زیاتوالی در ډېره د دې لپاره اهمیت لري چې د پیسو ثبات رامنځته کوي او بیې په انډول پر کچې او د هغه مطلوب خوا ته حرکت ورکوي. زما په اند په هغه صورت کې که‎چېرې د اسعارو زېرمې لوړ تللي وي باید د افغانۍ ارزښت هم په مطلوب حالت کې وي.»

د اقتصادي چارو د شنوونکو په وینا، د کورینو تولیداتو د کچې لوړول او د بهرنیو هېوادونو د وارداتو مخنیوی هغه لارې دي چې کولای شو د هېواد د اسعارو زېرمې زیاتې کړو.

هغوی وايي چې حکومت دې د اسعارو د زېرمو له زیاتوالي سره له دغو زېرمو څخه د سمې ګټنې لپاره پلان جوړونه هم وکړي.

شریک یي کړئ