کابل کې د اسیا پراختیایي بانک مسوولانو ویلي دي چې د هېواد شمال او لویدیځ کې د لویو لارو بیا رغونې لپاره د ۱۲ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته کوي.
دغه مسوولین زیاتوي چې د مرسته کېدونکې پیسو به د کابل ـ هرات او د هېواد شمال کې د لویې لارې تخنیکي څېړنې هم وشي.
کابل کې د اسیا پراختیايي بانک رییس، نرندرا سنګرو وویل:«د مرستو له دغې کڅوړې، موږ د ختیځ او لویدیځ کې د لویې لارې چې په کې د کابل ـ هرات لاره هم شامله ده څېړنه کوو، دا لاره او همداراز د هېواد شمال کې دوهمه پروژه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.»
په همدې حال کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره چلوونکي نیوکي کوي چې د ساتنې پروګرام نشتوالي له کبله دغه لاره تر ډېره خرابه شوې ده.
پر یادې لارې یو تن چلوونکی، خان زمان څرګندوي:«دغې لارې ډېر زیان لیدلی دی او بیا رغونې ته اړتیا لري.»
د کابل ـ کندهار پر لویې لارې بل چلوونکی، سناالله زیاتوي:«دواړه، طالبان او حکومت باید د دغې لارې د ساتنې لپاره پام وکړي.»
دکابل ـ کندهار لویې لارې په ګډون د هېواد لارې تېرو کلونو کې له لوړ لګښت سره جوړې شوې، خو اوس مهال ډېرۍ پلچکونه یي وران شوي او په یو شمېر مواردو کې ان د دغو لارو بنسټ یې هم له منځته تللی دی.