Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا پراختیايي بانک د ټپ پروژې سره ۱۵۰ مېلیونه ډالره مرسته کوي

د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد پروژې د لومړنۍ برخې د عملي کېدو لپاره ۱۵۰ مېلیون ډالره مرسته کوي.

د تپ یا د ترکمسنتان، افغانستان او پاکستان د پروژې په عملي کېدو سره به په ترکمنستان کې تر دوه زره مېګاواټه پورې تولید شوې برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

 په تاجیکستان کې د آسیا پراختیايي بانک د کریک د ډلې د وزیرانو ترمنځ وروستۍ غونډه کې د دې پروژې د عملي کولو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

په افغانستان کې د دغه بانک د پروژې مسووله وايي چې د مالي سرچینو ترڅنګ، د اسیا پراختیايي بانک همدارنګه په درې واړو هېوادونو کې د دغې پروژې فني همکاریو ته هم زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک سرپرسته او مسووله لېندا ارټور په دې اړه وویل:«د اسیا پراختیايي بانک د انرژۍ د یو شمېر پروژو په عملي کولو کې مرسته کړې ده، له هغې ډلې له تاپي پروژې سره مرسته شوې چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي، دغه راز د اسیا پراختیايي بانک له توتاپ پروژې سره مرسته کړې ده چې ترکمنستان، ازبیکستان، تاجیکستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي او د برېښنا د لېږد یوه پروژه ده. د آسیا پراختیايي بانک په راتلونکي کال کې هیله لري چې لکه څرنګه چې تاسو وویل د تپ له پروژې سره مرسته وکړي چې دا پروژه هم د برېښنا د لېږد پروژه ده او ترکمنستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي.»

  اخوا د بر‎ېښنا شرکت رییس وايي چې ډېر ژر به په عشق آباد کې د ریکا په غونډه کې د دې پروژې د عملي کولو لپاره د درې واړو هېوادونو د وزیرانو تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب په دې اړه څرګنده کړه:«عمومي پلان دا دی چې په افغانستان کې یوه کړيي لین جوړ شي ترڅو د انرژۍ امنیت لوړ کړي. دغې پروژې یا د ټپ پروژې مدیریت د اسیا پراختیايي بانک په مخ بیايي. په خپله بانک، ناټو او اروپايي ټولنه د دغې پروژې لپاره ژمن دي.»

د دې پروژې په اډانه کې له ترکمنستانه پاکستان ته د برېښنا د لېږد مزی له لوېدیځو او سوېل لوېدیځو ولایتونو تېرېږي.

 د برېښنا شرکت وايي په دې پروژه کې  به د ټرانزیټ د حق د عوایدو پر ترلاسه کولو سربېره افغانستان په هرات او نیمروز ولایتونو کې د دغه مزي له برېښنا به هم برخمن شي.

شریک یي کړئ