د کرنې او اوبو لګولو وزارت د نیالیګو په برخه کې د افغانستان د ځان بساینې په موخه له هڅو خبر ورکوي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي د هېواد بزغليلرونکو غواړي چې د اصلاح شویو نیالګیو په برخه کې خپله پانګونه زیاته کړي.
د کرنې او اوبو لګولو وزیر وايي په هېواد کې د میوه لروونکو نیالیګو لپاره اړتیا زیاته شوې ده او په وینا یې په دې برخه کې د پانګونې لپاره فرصتونه زیات دي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو په بنسټ اوسهال افغانستان په کال کې د دوه میلیونو میوه لرونکو او بې میوو نیالګیو ته اړتیا لري خو د هیواد له بزغلیو هر کال پنځه سوه زره نیالګي ترلاسه کیږي.
د کرنې وزیر د قوریه لرونکي په ملي غونډه کې وویل چې په هېواد کې د بڼوالۍ پراختیا ته په پام سره اوسمهال بڼوال ډیرو میوه لرونکو وړو ته اړتیا لري.
د کرنې او اوبو لګونې وزیر، اسدالله ضمیر څرګندوي:«د نیالګیو لپاره بازار شته او باید د بزغلیو تولید په برخه کې ظرفیت زیات شي ځکه چې بڼوال هم زیاتو نیالګیو ته اړتیا لري.»
په هېواد کې د قوریه لرونکو ملي غونډه د کرنې په برخه کې د پانګونې د پراختیا په موخه جوړه شوې څو د کرنې لپاره اصلاح شوي تخمونه هم تولید شي.
یوشمېر قوریه لرونکي وايي که چیرې هېواد ته د کم کیفیته نیالګیو د واردولو مخه ونیسي نو دوی به د نیالګیو د تولید کچه لوړه کړي.
د افغانستان د بزغليلرونکو ملي بنسټ رئیس، زینالدین نور وايي:«زموږ ستونزه دا ده ده چې که د کم کیفیته نیالګیو واردولو مخه ونیول شي، موږ کولی شو چې خپل تولیدات لوړ کړو او د بازار اړتیا پوره کړو.»
د قوریه لرونکو د ملي بنسټ د معلوماتو له مخې اوسمهال د هېواد په شپتو ویشتو ولایتونو کې سترې او کوچنې قوريې شته چې په هر ولایت کې هرکال زرګونه نیالګي تولیدیږي.