Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او ازبکستان سوداګرۍ پراختیا لپاره هڅې

ازبیکستان له افغانستان سره د خپلې سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو په پوله کې بنسټیزې پروژې پلې کړي دي.

دمرکزي اسیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار وایي چې په ازبیکستان کې د سوداګرۍ او توکود لیږد رالیږد په برخه کې د بنسټزو پروژو عملي کول کولی شي چې په راتلونکي کې له چین او روسیې سره د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا  کې مرسته وکړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار، ښاغلی شاکر کارګر وايي د دغو اسانتیاوو ترڅنګ ازبکستان غواړي د مزارشریف- هرات د اورګاډي پټلۍ په پروژه کې تر پنځه سوه ملیونه ډالر ولګوي.

ښاغلی کارګر څرګندوي:«اوس مهال زموږ ډېر ترانزیتي ستونزې په ازبکستان کې هوارې شوې دي، په دې هېواد کې اوس مهال د اندي جان بندر له لارې له ازبکستان څخه د افغانستان توکي روسیې او چین ته ترانزیت کېدی شي.»

اخوا د سوداګرۍ وزارت وایي چې ازبیکستان دهرات او مزارشریف داوسپنې دپټلې په برخه کې په پانګونې سره کولای شي د افغانستان له لارې له ایران سره وټړل شي.

یاد وزارت زیاتوي، د دغو پروژو په عملي کیدو سره ازبیکستان هم په زیاته کچه اقتصادي ګټې ترلاسه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ترانزیت آسانتیاوو رئیس، یحی اخلاقي وايي:«د ازبکانو پانګونې سره د مزارشریف ښار تر هراته پورې د هېواد سوداګريز توکي له دې لارې ایران او ان د ایران له لارې د خلیج ته رسېدی شي.»

تر دې وړاندې هم ازبیکستان له افغانستان سره د ګډو پانګونو لپاره لیوالتیا ښودلې وه.

په ازبیکستان کې د افغانستان د سوداګرۍ برخې مسوولان وايي ازبیکستاني پانګوال چمتو دي چې د هېواد په شمالي او لویدیځو برخو کې پانګونې وکړي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ کچه زیاته نه ده، خو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا سره به دغه ارزښت څو برابر زیات شي.

ازبکستان د ترمز په سرحدي ښار کې د افغانستان د ترانزیتي او سوداګریزو توکو د انتقال لپاره یو لوی سوداګریز مرکز جوړ کړی دی.

په دې سوداګریز مرکز کې د اورګاډي پټلۍ، بار وړوونکو موټرونو او بیړو لپاره اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي.

دا پروژه ازبیکستان له ایران سره نښلوي.

په ازبیکستان کې د افغانستان د سوداګرۍ برخې مسوولان وايي ازبیکستاني پانګوال چمتو دي چې د هېواد په شمالي او لویدیځو برخو کې پانګونې وکړي

شریک یي کړئ