د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د افغانستان او کویټ ترمنځ لومړنۍ مستقیمه الوتنه ترسره شوه.
د دغې ادارې په وینا د افغانستان او کویټ ترمنځ لومړنۍ مستقیمه الوتنه د شنبې په ورځ (د لړم په ۱۱مه) ترسره شوه.
د ملکي هوايي چلند اداره، همدارنګه زیاتوي چې دغه الوتنه د «کام ایر» هوايي شرکت له یوه مسافر وړونکې الوتکې سره ترسره شوه.
د کام ایر هوايي چلند شرکت چارواکي وايي چې کویټ ته د دغه شرکت الوتنې په اوونۍ کې یوځل د جمعې په ورځو د ۷۳۷ بویینګ الوتکو په وسیله ترسره کېږي.
د دغې ادارې په وینا، د افغانستان او کویټ ترمنځ د مستقیمې الوتنې پيل به د افغانستان د ملي اقتصاد په وده کې اغېزه ولري.
د ملکي هوايي چلند اداره ژمنه کړې چې نورو هېوادونو ته به هم د مستقیمې الوتنې زمینه برابره کړي.