Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان بانک ۳۶۰ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولي

د افغانستان بانک ۳۶۰ میلیونه زاړه او له کاره لوېدلې بانک‎نوټونه وځول، د دې بانک چارواکي وایي چې د ډېرې کارونې له امله بانک نوټونه زیړیږي اوله کار لویږي چې له همدې امله یې په تېرو یولسو کالنو کې یوڅلویښت میلیارده افغانۍ سوځولې دي.

د بانکوالۍ د برخې یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان بانک باید د زړو پېسو  د سوځولو لپاره تر سوځولو مخکې د هغو پرلپسې شمېرې ثبت کړي څو په هېواد کې د زړو بانکنوټونو د غلا کولو مخنیوی وشي.

خو د مرکزي بانک چارواکي د زړو پیسو د پرله پسې شمېرو ثبت ستونزمن کار بولي.

د مرکزي بانک دوهم مرستیال، قسیم رحیمي وايي:«ډېر ستونزمن کار دی چې د پیسو مسلسلې شمېرې له مخې بانک نوټونه په کار واچوو او بیا یې وسوځوو.»

په همدې حال کې د بانکولۍ برخې کارپوهان وايي چې بانک نوټونه که د مسلسلې شمېرې له مخې ونه سوځول شي، نو د فساد زمنیه به برابره کړي.

د پشتني بانک رئیس، تاج محمد اکبر وویل:«پیسې باید په دقیق ډول په رڼه فضا کې د مسلسلو شمېرو له مخې د ګډ پلاوي په شتون کې وسوځول شي تر څو د فساد مخنیوی وشي.»

 په هېواد کې د زړو بانکنوټونو سوځول په راکړو ورکړو کې ددغو پېسو د کارولو د مخنیوي یوازینی لار ده چې دغه بانکنوټونه تل د دولتي بنسټونو او ولسي جرګې د یوه ګډ پلاوي  په حضور سوځول کیږي .

اخوا د زړو بانکنوټڼونو د سوځولو پر بهیر د څارونکې ډلې یو شمیر غړي د بانکنوټونو د راټولو او سوځولو د بهیر د روڼتیا په تړاو خپل نظر څرګندوي:

د مالیې وزارت د تادیاتو رئیس، محمدعارف موسی‎زی وايي:«دا بهیر دی پرون راغلو ومو څارله او کنټرول موکړه، بوریو کې مو واچول چې نن راشو ویې سوځوو.»

افغانستان د هر بانکنوټ چاپولو لپاره درې افغانۍ ورکوي.

د بانکوالۍ د برخې یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان بانک باید د زړو پېسو  د سوځولو لپاره تر سوځولو مخکې د هغو پرلپسې شمېرې ثبت کړي څو په هېواد کې د زړو بانکنوټونو د غلا کولو مخنیوی وشي

شریک یي کړئ