Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په بازارونو کې د زعفرانو د بیې اویا سلنه لوړوالی

د هېواد د زعفران کارانو ملي ټولنه وايي چې نړیوالو بازارونو ته د زعفرانو د صادراتو له زیاتوالي وروسته، د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو ګرامو زعفرانو بیه له څلوېښتو زرو نه اویا زرو افغانیو ته لوړه شوه.

د دغې ټولنې د مسوولانو په وینا د هېواد په بازارونو کې د هېواد د زعفرانو په عرضه کې د پام وکړ کموالی راغلی دی.

د زعفران کارانو د ملي ټولنې غړی ناصر عظیمي په دې اړه وویل:«کله چې د زعفرانو بیه څلوېښت زره افغانۍ وه پنځه شپېته او اویا زره افغانیو ته رسېدلې ده؛ له شک پرته د هغه علت هم د صادراتو زیاتوالی دی. اوس چې بازار کې عرضه کمه ده له همدې امله د زعفرانو بیه لوړه شوې ده.»

د زعفران کارانو ټولنه مني چې اوس هم د ایران زعفران په بېلابېلو لارو افغانستان ته واردېږي.

لا روښانه نه ده چې د شپاړس ټنو له ډلې چې تېر کال په هېواد کې راغونډ شوي وو، د هېواد بازارونو کې څومره عرضه شوي دي. خو د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې د دغو زعفرانو له ډلې کابو څوارلس ټنه یې نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وویل:«د ۱۳۹۷ کال د شپاړس مټریک ټنه زعفرانو تولید له ډلې تراوسه څه باندې نوي سلنه یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. دا د دې ښودنه کوي چې د افغانستان زعفران په سیمه‎ او نړۍ کې ښه بازار لري.»

بلخوا د زعفران کارانو د ملي ټولنې د مالوماتو پر بنسټ دم‎کړۍ د نړۍ په بازارونو کې د زعفرانو بیه ښه ده.

د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان وايي چې دم‎ګړۍ د ایران د زعفرانو پېر او پلور د هېواد په ځینو سیمه‎ییزو بازارونو کې د دې لامل شوي چې سږکال د زعفرانو بازار مناسب وضعیت نه درلود.

د اقتصادي چارو کارپوه شفیع صمیم په دې اړه څرګنده کړه:«د دې له امله چې د نړۍ د زعفرانو ستر تولیدونکی ایران دی، ایران له بېلابېلو لارو غواړي چې د زعفرانو د ناقانونه صادراتو یا قاچاق زمینه برابره کړي څو وکړای شي چې د بېلابېلو اوزارو په استفادې سره نړیوال بازار کې شامل شي او نړیوال بازارونه په واک کې ولري.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت شمېرې ښيي چې د وران زیږدیز کال په څلورو لومړنیو څه باندې ۲۵ زرو په ارزښت ډالر د افغانستان  زعفران اولس هېوادونون صادر شوي.

 دمګړۍ هندوستان او سعودي عربستان د هېواد د زعفرانو ستر پلورونکي دي.

شریک یي کړئ