Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان ۵۰۰ ټنه انار بهر ته صادریږي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان ۵۰۰ ټنه انار د « اچ ال پي» لخوا را ټول شوي دي او له پروسس وروسته به د منځنی اسیا هیوادونو او هند ته واستول شي

په اوس حال کې د خلم په ولسوالۍ کې یو من انار په پنځه سوه افغانۍ خرڅيږي.

د کرنې وزارت وايي په داسې حال کې چې په خلم کې د یو من انارو بیه له ۲۵۰ افغانیو لوړه نه ده خو د کرنې وزارت له بزګرو سره مرسته کوي چې خپل انار په وړ بیه وپیري.

د شمال په زون کې د اچ ال پي مسول احمد فهیم جباري وویل؛« اوس په خلم کې د انارو د راټولو په حال کې یو، د بڼونو او مالداري د مارکیټ موندنې کارکونکو له سوداګرو سره د معاملې زمینه برابره کړې ده.»

د انارو یو تن صادرونکي طلوع نیوز ته وویل چې سږ کال په خلم کې د انارو حاصلات د تیرکال په پرتله ۴۰ په سلو کې زیات شوي دي.

د دې ولسوالۍ د انارو بڼوال وايي چې که چیرې دولت دوی ته د اوبولو لپاه زمینه برابره کړي او له موسمي ناروغیو څخه د ژغورنې درمل ورکړي د دې ولسوالۍ دانارو حاصلات به په بې سارې توګه زیات شي.

یو تن بڼوال وویل:« باید له بڼوالو سره مرسته وشي په ګڼو برخو کې ور سره مرسته وشي، بې کیفیته دوا له بهر څخه راغلي او اوبو هم کمې دي.»

ویل کیږي چې اوس مهال د بلخ په خلم ولسوالۍ کې ۴۴۰۰۰ جریبه ځمکه د انارو د بڼوڼو تر پوښښ لاندې ده.

د افغانستان ۵۰۰ ټنه انار بهر ته صادریږي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان ۵۰۰ ټنه انار د « اچ ال پي» لخوا را

Thumbnail

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان ۵۰۰ ټنه انار د « اچ ال پي» لخوا را ټول شوي دي او له پروسس وروسته به د منځنی اسیا هیوادونو او هند ته واستول شي

په اوس حال کې د خلم په ولسوالۍ کې یو من انار په پنځه سوه افغانۍ خرڅيږي.

د کرنې وزارت وايي په داسې حال کې چې په خلم کې د یو من انارو بیه له ۲۵۰ افغانیو لوړه نه ده خو د کرنې وزارت له بزګرو سره مرسته کوي چې خپل انار په وړ بیه وپیري.

د شمال په زون کې د اچ ال پي مسول احمد فهیم جباري وویل؛« اوس په خلم کې د انارو د راټولو په حال کې یو، د بڼونو او مالداري د مارکیټ موندنې کارکونکو له سوداګرو سره د معاملې زمینه برابره کړې ده.»

د انارو یو تن صادرونکي طلوع نیوز ته وویل چې سږ کال په خلم کې د انارو حاصلات د تیرکال په پرتله ۴۰ په سلو کې زیات شوي دي.

د دې ولسوالۍ د انارو بڼوال وايي چې که چیرې دولت دوی ته د اوبولو لپاه زمینه برابره کړي او له موسمي ناروغیو څخه د ژغورنې درمل ورکړي د دې ولسوالۍ دانارو حاصلات به په بې سارې توګه زیات شي.

یو تن بڼوال وویل:« باید له بڼوالو سره مرسته وشي په ګڼو برخو کې ور سره مرسته وشي، بې کیفیته دوا له بهر څخه راغلي او اوبو هم کمې دي.»

ویل کیږي چې اوس مهال د بلخ په خلم ولسوالۍ کې ۴۴۰۰۰ جریبه ځمکه د انارو د بڼوڼو تر پوښښ لاندې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه