Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان – هند ترمنځ دویم هوايي دهلیز پرانیستل شو

د افغانستان او هند ترمنځ د لومړني دهلیز له بریالیتوب څخه وروسته نن (چهارشنبې د مرغومې ۶ مه) د کابل او ممبي ترمنځ دویم هوايي دهلیز پرانیستل شو.

د دغه هوايي دهلیز په پرانیسته کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل چې د کابل – ممبي له هوايي دهلیز سره به د هېواد د مېوو صادرات زیاتوالی ومومي.

هغه زیاته کړه:«دولت له هېواده بهر ته د مېوو د صادراتو ۸۰ سلنه مسوولیت اخیستی.»

هغه همدارنګه د حکومت د هڅو له امله له ولسمشر څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه:«هند له سوداګرو مالیات نه اخلي. موږ همدارنګه هڅه لرو ترڅو مېوې د امرتسر ښار ته هم صادر شي.»

اخوا د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې د صادراتو او سمه‎ییزو همکاریو پراختیا  د هېواد د اقتصادي سیاست لومړیتوبونه دی او حکومت هڅه کوي ترڅو د سوداګریزو قوانینو په اصلاح کولو سره د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:«موږ هیله لرو چې ګاونډي هېوادونه حتا په خپلو سیاسي پروګرامونو کې اقتصاد په پام کې ونیسي.»

هغه څرګندوي:«هند هم ژمنه کړې چې په ممبي کې د افغان سوداګرو لپاره یو نندارتون جوړ کړي او همدارنګه د سوداګریزې خونې غوښتونکي دي او زه هیله لرم چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت دغه اړیکې لا پراخې کړي.»

بل پلو د هېواد د بهرنیو چارو وزیرات د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او وایي چې دغه کار د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ښه‎والي لپاره ګټور دی.

تر دې مهاله د افغانستان - هند د هوايي دهلیز له لارې د څه باندې شل مېلیون ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو یو زره او ۶۴۰ ټنه توکي بازارونو ته رسېدلې دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې له دغه دهلیز نه په ګټې اخیستو سره سږکال د هېواد صادرات په تېره بیا د تازه مېوو په برخه کې تر لس برابرو زیات شوي دي.

افغان سوداګر اوس مهال هند ته د خپلو هر کیلو ګرام صادراتي توکو د لېږد لپاره ۲۵سنټه لګښت ورکوي او د هغو د لېږد ډېرې برخې لګښت د حکومت له لوري ورکول کېږي.

 یو شمېر سوداګر وايي چې حکومت باید هند ته د هوایي دهلیزونو له لارې د توکو د لړۍ د چاري ساتلو به برخه کې کار وکړي.

د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز له فعالیت وروسته  تل سوداګرو د ډیلي د بازارونو له محدودیتونو او د هند نورو ښارونو ته د کارګو الوتنو د پراختیا خبره کوله چې دا دی د هند یو لوی او مهم  سوداګریز ښار ممبي هم د افغان سوداګرو د صادراتو پر مخ پرانستل شو.

د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې د صادراتو او سمه‎ییزو همکاریو پراختیا  د هېواد د اقتصادي سیاست لومړیتوبونه دی او حکومت هڅه کوي ترڅو د سوداګریزو قوانینو په اصلاح کولو سره د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

شریک یي کړئ