د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د زعفرانو د پروسس یوه افغان شرکت د نړۍ د ذایقې او کیفیت له ادارې څخه لومړۍ مقام ترلاسه کړ.
ددغه وزارت چارواکو ویلي، چې دغه افغان شرکت د زعفرانو د پروسس، بسته بندۍ، تولید او بازارموندنې په برخه کې کار کوي چې د کیفیت او ذایقې نړیوال انستیتوت ورته د ښه کیفیت له امله لومړۍ مقام ورکړ.
د دوی پر وینا، زعفران د افغانستان مهم صادارتي محصولات دي چې آلمان او نورو اروپایي هیوادونو ته صادریږي.
د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت معین، مزمل شنیواري وویل: «څه موده وړاندې "افغان زعفران" وکولاې شو چې د کیفیت له لحاظه د ذایقې او کیفیت له نړیوال انستیتیوت څخه د لومړي مقام نړیواله ډالۍ ترلاسه کړي.»
په دې اړه مو اندونه