Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا پراختیايي اداره د کرنې برخه کې ۱۱۰ مېلیونه پانګونه کوي

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره، له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره ۱۱۰ مېلیونه ډالره مرسته کوي.

د کرنې وزارت وایي دا پیسې به مالدارۍ او نیالګیو او ګرانبیه نباتاتو د ودې لپاره  ولګول شي.

همدې حال کې د امریکا نړیواله پراختیایي اداره وایي، خپلې ۱۱۰ مېلیونه ډالرې مرستې به تر ۵ کالو پورې افغانستان کې ولګوي.

 د امریکا متحده ایالتونود پراختیایي ادارې رییس وایي چې په پام کې لري د دغه پروګرام په عملي کولو سره ملي او نړیوالو بازارونو ته د کروندګرو د لاسرسي لاره هواره کړي او دغه راز د هېواد د صادراتو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.

دوی وایي چې دا پېسې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لار هواروي.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې رییس هرب اسمیټ وویل:«دغه پروګرامونه د ډي ای نړیوال بنسټ له خوا د کابل، جلال اباد او مزارشریف په ښارونو کې به عملي شي. تاسې پوهېږئ چې د هېواد په اقتصاد کې د بزګرۍ ونډه څومره ډاکیزه ده او دا پروګرام نه یوازې د بزګرو لپاره بلکې د بزګرۍ په برخه کې د کار او بار د رامنځته کولو، سوداګرو او صادرکوونکو لپاره به ډېرمه مهمه وي.»

د کرنې او اوبو لګونې وزیر د امریکا د پراختیایي ادارې له استازو سره د دغو مرستو د هوکړه لیک په مراسمو کې د دغو پروژو عملي کېدل په راتلونکو کلونو کې د هېوا د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو په دیرش سلنه زیاتوالي کې مهم بولي.

د کرڼې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد درانی وايي:« د دغو پروژو له تطبیق سره د خصوصي سکټور شرکتونه، د سیالۍ له توانمنۍ سره کرنیز محصولات او همدارنګه د مالدارۍ محصولات هم له لوړ ارزښت سره نړیوالو بازارونو به ته صار کړو.»

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه دغه مرستې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونو د پراختیا لپاره ګټورې بولي او وایي چې په دغو برخو کې د تولید لوړ ظرفیت ته په پام سره پانګونې ته لېوالیتا یې زیاته ده.

سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس عتیق الله نصرت څرګنده کړه:«زه ډاډ لرم دغه پروژه چې دوی معرفي کړې، د ستونزو په حل کې به مرسته وکړي او په بېلابېلو برخو کې به د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.»

د امریکا د پراختتیايي ادارې د مالوماتو له مخې د کرنې او مالدارۍ د ارزښت پروګرامونه به  د خصوصي برخې په مرسته او د کرنې او اوبو لګونې وزارت په څارنې سره په راتلونکو پنځو کلونو کې عملي شي.

د امریکا متحده ایالتونه پراختیایي اداره د هېواد  د کرنې او مالدارۍ د ارزښت په برخه کې  تر پنځو نورو کلونو پورې له افغانستان سره یو سلو لس مېلیون ډالره مرسته کوي.

شریک یي کړئ