Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انټرنټ ټیټ کیفیت په اړه هېوادوالو نیوکې

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د انترنیت د ټیت کیفیت تر څنګ د انترنیت له لوړو بیو شکایت کوي.

 دوی وايي مخابراتي شرکتونه په غیر معیاري بڼه او له ګاونډیو څخه په څو چنده لوړه بیه انترنټ پر خلکو پلوري.

هېوادوال په افغانستان او نورو هېوادونو کې د انټرنټي بستو په پرتله کولو سره؛ په دې برخه کې د لوی توپير د سپیناوي غوښتنه کوي.

د کابل اوسیدونکی، رشاد زماني وايي:«هغه انټرنټ چې موږ یې افغانستان کې لرو، دوه روپۍ هم نه ارزي، ځکه چې کیفیت یې ډېر ټیټ دی.‎»

د کابل اوسیدونکی، خلیل الرحمن څرګندوي:«که د ګاونډیو هېوادونو زموږ د انټرنټ بیه کمه نه وي، نو برابره خو دې وي.‎»

د کابل بل اوسیدونکی، عتیق الله زیاتوي:«زموږ نیوکه پر ټولو شرکتونو ده. ای کاش چې حکومت دا کنټرول کولی.‎‎‎»

د بیلګې په توګه دا په پاکستان کې د انټرنټي خدمتونو د بستو نوملړ دی چې یو جي بي انټرنټ په دوه سوو پنځوس کلدارې وړاندې کوي.

 خو په افغانستان کې د یو جي بي انټرنټ بیه د پاکستان د بیې شاوخوا دوه برابره ؛یانې دوه سوو پنځوس افغانۍ ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، سائر ځلاند وايي:«د ګاوڼډیو هېوادونو په پرتله زموږ بیې لوړې دي، ځکه چې هېواد مو وچه کې پروت دی او سیند کې په مستقیم ډول کیبل ته لاسرسۍ نلرو، هغه هېوادونه چې ښه کیفیت او په ارزانه بیه انټرنټ لري، دوی مرین سب کېبل ته لاسرسی لري.‎‎»

ان په هېواد کې دننه هم د خصوصي او دولتي شرکتونو د انټرنټي بستو تر منځ لوی توپیر شته.

 د سلام مخابراتي شرکت چې په افغان ټیلي کام پورې اړوندی دی ؛ یو جي بي انټرنټ په یو سلو څلور څلویښت افغانۍ وړاندې کوي.

خو د خصوصي شرکتونو د انټرنټي بستو بیه چې خپل انټرنټ له همدغه شرکت نه پیري تر دې بیې خورا لوړه ده.

د ټکنالوژۍ د برخې کارپوه، مسافر شاه خراساني په دې اړه وايي:«هرڅه د افغانستان حکومت او مخابراتو وزارت او اترا ادارې پورې تړاو لري، دوی باید پر مخابراتي شرکتونو څارونه وکړي.‎»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې مخابراتي شرکتونو ژمنه کړې ده چې د افغان ټيلي کام له دولتي شرکت سره د خپلو نویو تړونونو له مخې د خپلو انټرنټي خدمتونو بیه راکمه کړي . دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یو کال وړاندې هم افغان ټیلې کام خپلې بیې راټيټې کړې، خو د خصوصي شرکتونو د انټرنټي خدمتونو په بیه کې کموالی نه دی راغلی .

هېوادوال وايي په هېواد کې د ننه هم د خصوصي او دولتي شرکتونو د انټرنټي کڅوړو تر منځ لوی توپیر شته

شریک یي کړئ