Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوبو او برېښنا وزارت:د امو پر سېند د بند جوړېدل ډېر لګښت غواړي

د شمېرو له مخې، افغانستان د امو سېند په اوبیزه حوزه کې د کال په منځنۍ کچه څه باندې ۲۰ مېلیارد مټر معکبه اوبه لري، خو افغان حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې د بندونو په جوړېدو سره د امو سېند اوبه مدیریت کړي.

خو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې د امو سېند په حوزه کې د بندونو د جوړېدو لپاره، ډېرې بودیجې ته اړتیا ده.

د آمو سیند څه باندې شل میلیارده متر مکعبه اوبه لري چې دا اوبه د هېواد د روانو اوبو شاوخوا نیمه برخه کیږي ؛ خو اوس مهال ددغه سیند ډیری اوبه  د منځنۍ هېوادونو ته ځي .

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د هېواد په شمال کې له اوبو د ګټې اخیستنې د فرصتونو له لاسه ورکول د هېواد په زیان بولي او وايي چې په دې برخه کې د حکومت بې پروایي به په راتلوونکي کې د لویې ستونزې لامل شي.

دوی پر حکومت په نیوکې سره وايي چې اوس مهال د هېواد د روانو اوبو په تړاو روښانه سیاست نشته.

د نړیوالې اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي په دې اړه وویل:«حکومت د دې ترڅنګ چې د تدارکاتي او مهمو پروژو د مسایلو لپاره کار کوي باید د افغانستان د اوبو اداره هم جوړه کړي ترڅو په دې برخه کې ستونزې حل شي.»

خو که څه هم د اوبو او برېښنا وزارت د هېواد په شمال کې پر روانو اوبو د بندونو جوړېدل ډېر لګښت لرونکې چاره بولي خو وايي چې دغه وزارت هڅه کوي د آسیا د پراختیايي بانک په مرسته د یو شمېر پروګرامونو په عملي کېدونو سره تر راتلوونکو پنځو کلونو پورې د امو له سېند څخه بدخشان، کندز، بغلان او بامیانو ته لوی کانالونه وکندي.

د اوبو او برېښنا وزارت مالي او اداري مرستیال بصیر عظیمي وايي:«موږ داسې پروګرامونه لرو چې وکړای شو د هېواد په شمال کې له خپلو اوبو څخه استفاده وکړو خو تاسې پوهېږئ چې د بندونو د جوړېدو لپاره ډېر لګښت ته اړتیا ده چې باید هغه ترلاسه کړو.»

سربېره پر دې چې افغانستان د هېواد په شمال کې د اوبو له ظرفیتونو ګټه نه شي پورته کولای خو د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو په وینا دغه وزارت اړ دی چې د امو سیند د غاړو د کلکولو او د دغه سیند د اوبو د زیاتېدو له امله د سېلاونو د مخنیوي لپاره په کال کې درې مېلیون ډالره لګول کېږي .

شریک یي کړئ