Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران نیمايي صادراتي توګه په چاقاقي توګه هېواد ته راځي

لومړنۍ موندنې ښيي چې افغانستان ته د ایران د صادراتي توکو کابو نیمايي برخه په چاقاقي توګه د دغه هېواد بازارونو ته راځي.

ایراني رسنیو د افغنستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د روان کال تر پایه افغانستان ته د ایران د صادراتو کچه تر درې مېلیاردو ډالرو یعنې د تېرکال په پرتله به دوه برابره صادراتو ته ورسېږي.

 د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې د مسوولانو په وینا افغانستان ته د ایران د صادراتو په شمېرو کې لوی توپېر لېدل کېږي.

د دې خونې د مسوولانو په وینا سږکال به افغانستان ته د ایران  صادرات د تېر کال له یو نیم مېلیارد ډالرو نه د کال تر پایه درې مېلیاردو ډالرو ته ورسېږي.

خو د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي افغانستان ته د ایران د تېرکال او د سږکال د اتو میاشتو د صادراتو د شمېرو په تړاو داسې وایي:«په ۱۳۹۸ کال کې افغانستان ته د ایران صادرات څه باندې ۱،۲ مېلیارد ډالره و، خو د روان مالي کال په اتو میاشتو کې دا شمېر څه باندې ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.»

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې اداره هېواد ته له رسمي او نارسمي لارو د توکو د ډېری برخې قاچاق د هېواد ته د وارداتو د ارزښت په شمېرو کې د دغه توپېر له لاملونو بولي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ادارې اجراییه رییس میوند روحاني وویل:«د شمېرو د توپير یو علت دا هم دی چې ایران سوداګرو ته د صادراتو لازم اسناد نه ورکوي او دا کار د فساد لپاره زمینه برابروي چې دغه توکي له جعلي اسنادو سره ګمرکونو ته ولاړ شي.»

تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو د ګمرکونو له لارې د توکو د قاچاق له زیاتېدو په ځلونو شکایت کړی دی.

یو شمېر سوداګر وایي د سوداګریزو توکو یوه برخه په جعلي اسنادو سره د شمېرو، وزن او ډول په بدلون سره ګمرکونو ته راوړل کېږي او په ځينو موردونو کې د توکو یوه برخه د ګمرکي تعرفې له ورکړې پرته د هېواد بازارونو ته واردېږي. 

شریک یي کړئ