Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان سرو زرو او د سرپل مسو کانونو د ایستلو تړونونه لغوه شول

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د دې پخلی کوي چې د بدخشان د سرو زرو او د سرپل د مسو کانونو د ایستلو تړونونه چې له بهرني او کورني شرکتونو سره تړل شوي وو، لغوه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي، نن(یکشنبې، د لیندۍ ۱۰مه) طلوع نیوز ته وویل چې دا تړونونه څو ورځې مخکې د ولسمشر غني لخوا په اقتصادي عالي شورا کې لغوه شول.

هغه په دې اړه وویل:«څو ورځې مخکې د اقتصادي عالي شورا غونډه کې، د بدخشان سرو زرو او بلخاب مسو کانونو تړونونه له څېړنې وروسته فسخه شول. د هغه لامل دا و چې دغه شرکتونه ونه توانېدل په خپلو ژمنو چې د بولۍ پر مهال یې کړې وې عمل وکړي.» 

ښاغلی مطفي همدارنګه زیاتوي:«د هغه اصلي مسله مالي ژمنې وې، چې د هغه پر بنسټ دغه تړونونه اقتصادي عالي شورا غونډه کې لغوه شول.»

دغه تړونونه د ۱۳۹۱ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د سرپل ولایت بلخاب مسو کان «افغان ګلډ انډ منرال» یا «اې جي ام سي» شرکت ته پر پانګونې، او د بدخشان د سرو زرو کان ایستل «ترکیش - افغان مایننګ کمپني» یا «ټي اې ام سي» شرکت ته پر پانګونې، چې په لندن کې د معتبرو بانکونو لخوا یې ملاتړ کېږي، ورکړل شول.

د دغو تړونونو پر بنسټ، دغو دوه شرکتونو باید د بدخشان د سرو زرو کان د ایستلو لپاره د اکتشافي پړوا په درې لومړنیو کلونو کې ۲۲ مېلیون ډالر او د بلخاب مسو کان استخراج لپاره ۵۶ مېلیون ډالره پانګونه کړې وه.

شریک یي کړئ