Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا شرکت:د ترکمنستان برېښنا بېرته ونښلول شوه

د ترکمنستان وارداتي برېښنا چې تر دې وړاندې  د بیې زیاتوالو له کبله پرې شوه بېرته ونښلول شوه.

ترکمنستان غوښتل د برېښنا لګښت له ۲ سنټو نه ۴ سنټو ته لوړ کړي.

د برېښنا شرکت مسوولین وايي راتلونکې اوونۍ به د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی د خبرو لپاره ترکمنستان ته لاړ شي.

د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې د افغانستان او ترکمنستان د استازو تر منځ خبرو د خبرو په پایله کې به د یوې بلې میاشتې لپاره د ترکمنستان یو کیلو واټ وارداتي برېښنا بیه دوه سنټه وي.

 دوی وايي چې د ترکمنستان برېښنا بیا نښلول شوې ده او ټاکل شوې ده چې له ترکمنستاني چارواکو سره د خبرو لپاره یو پلاوی دغه هېواد ته ولاړ شي ترڅو د دغه هېواد له چارواکو سره د وارداتي برېښنا د بيې په تړاو خبرې وکړي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې یو لوړپوړی پلاوی عشق اباد ته ولاړ شي او خبرې اترې وکړي چې د څلورو سنټو زیاتوالی ډېرو ستونزو لامل کېږي او هېوادوال نه‎شي کولای دغه لګښت ورکړي.»

 اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې حکومت باید له بهرنیو هېوادونو د برېښنا پر وارداتو تمرکز ونه کړي ځکه دغه هېوادونه چې هر کله وغواړي د برېښنا بیه لوړولای شي.

 دوی وايي چې  په دې برخه کې د ستونزو د رامنځته کېدو د مخینوي لپاره باید د برېښنا له صادرونکو هېوادونو سره د برېښنا د پېر پرشویو تړونونو بیا کتنه وشي.

د ولسي جرګې غړې زهرا توخي په دې اړه څرګنده کړه:«هېوادوال دم‎ګړۍ د برېښنا له کموالي سره مخ دي او حکومت باید له نورو هېوادونو د برېښنا د واردولو پر ځای دننه په هېواد کې، برېښنا تولید کړي.»

 اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې افغانسنان د برېشنا د تولید لپاره پوره سرچینې په واک کې لري او که‎چېرې له دغو سرچینو ګټه واخیستل شي په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان په سیمه کې د برېښنا پر یوه صادرونکي هېواد بدل شي.

افغانستان له ترکمنستانه یو سلو دوه مېګاواټه برېښنا ورادوي او له دې برېښنا نه هرات ولایت ته دوه پنځو مېګاواټه او فاریاب ولایت ته پنځوس مېګاواټه برېښنا ورکوي کېږي.

 اوس‎مهال ترکمنستتان غواړي چې افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا بیه له دوو سنټو نه څلورو ته لوړه کړي او له همدې امله په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته د دغه هېواد وارداتي برېښنا پرې شوې وه.

شریک یي کړئ