Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بندونو د تړونونو د فسخې ۴۰ مېلیونه ډالره مالیې وزارت راځي

د هرات ولایت د پاشدان،د پکتیا مچلغو او د فاریاب د المار بندونو د تړون کوونکو شرکتونو ۴۰ مېلیونه ډالره بانکي ضمانتونه د مالیې وزارت حساب ته به ولېږدول شي.

د برېښنا او اوبو وزارت مسؤولان وايي چې د تړون کوونکو شرکتونو په کار کې کارماتۍ او د دغو پروژو د جوړونې په بهیر کې د پڅ کارۍ له امله،د تدارکاتو ملي کمېسیون ۶ ماشتې وړاندې د دغو درې بندونو تړونونه یې فسخه کړل.

اوس د دغه کمېسیون د نوې پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د تړون کوونکو شرکتونو ۴۰ مېلیونه بانکي ضمانتونه د مالیې وزارت حساب ته ولېږدول شي.

دغه مسؤولان وايي چې د دغو درې پروژو د تدارکاتو بهیر پیل شوی ترڅو د دغو بندونو د بیا جوړونې چارې له سره پیل شي.
  
د پاشدان، مچلغو او المار د برېښنا د بندونو چارې پنځه کاله وړاندې پیل شوې وې خو تر اوسه د دغو پروژو ۱۰ سلنه چارې پرمخ تللي دي.

د برېښنا او اوبو وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالبصیر عظیمي وویل:«د دغو درېیو پروژو د تدارکاتو بهیر پیل شوی او څو شرکتونو هم مشخص شوي دي ترڅو د هغو د بیا جوړونې کار پیل شي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د دغو بندونو اهیمت ته په کتو سره وايي چې د پروژو په عملي کېدو د حکومت د جدي څارنې نشتوالی د دې لامل شوی ترڅو دا پروژې څوکاله د یوه شرکت په ګرو کې پاتې شي دا کار د دغو پروژو د عملي کېدو لګښت لوړوي او همداراز اقتصادي زیانونه رامنځته کوي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید قیاس سعیدي وايي:«د پروژې پر کار د څار نشتوالی د دې لامل کېږي چې پروژې په سمه توګه عملي نه‎شي یا هم ودرول شي.حکومت باید په دې لړ کې هڅه وکړي او همدارنګه د خلکو استازي هم پر پروژو څارنه ولري.»

پاشدان بند په هرات، مچلغو په پکتیا او المار په فاریاب ولایت کې موقعیت لري د دغو بندونو د جوړېدو لګښت له ۲۰۰ مېلیونو ډالرو ډېر اټکل شوی دی. 

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ  دا درې بندونه د برېښنا د تولید ترڅنګ له ۲ زره هکتاره ډېره ځمکه خړوبوي.

شریک یي کړئ