Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکمنستان مرستې د فاریاب سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شوې

د ترکمنستان د خوراکي توکو مرسته د اقینې بندر له لارې هېواد ته راولېږدول شوې او د شنبې په ورځ(د غويي په ۱۳مه نېټه) د فاریاب سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شوې.

مزار شریف کې د ترکمنستان کنسل، بازاربای قبایف په دې اړه وايي چې دا مرستې د یاد هېواد د ولسمشر لخوا د افغانستان له خلکو سره شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د ترکمنستان بشردوستانه مرستې به له افغانستان سره دوام وکړي:«د ترکمنستان مرستې چې د اقینې بندر ته رسېدلي دي، د روژې میاشتې په موخه دي.»

په همدې حال کې د فاریاب والي، نقیب الله فایق ترکمنستان یو نیک ګاونډی بولي او زیاتوي چې دغه هېواد تېر وخت کې هم له افغانستان سره مرستې کړې دي.

نوموړی څرګندوي:«تېرو کلونو کې یې هم له موږ سره د اوړ، تیلو، او نیالګیو کینولو کې مرسته کړې ده او همداراز د یوه ښه جومات جوړولو کې چې اوویا سلنه چارې یې مخې ته تللي دي، هم مرسته کړې ده. او لنډ وخت کې به مزارشریف ښار کې یو روزنتون هم جوړ کړي.»

د فاریاب ولایتي شورا غړی، عبدالاحد ایلبیک ټینګار کوي چې دا مرستې باید اړو کسانو ته ورکړ شي:«یوه اندازه کرنیز او خوراکي توکي یې د افغانستان خلکو سره مرسته کړي چې دا ډېره مهمه ده.»

د فاریاب اوسېدونکی، محمداسماعیل زیاتوي:«دا مرستې باید بې وزله کورنیو ته ورکړل شي، خو هغه کسان چې د کلي مشران دي او زور لري، دا مرستې ورته رسیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د کرونا ویروس له کبله هېواد کې خلکو ته سخت اقتصادي زیان اوښتی دی.

دغو مرستو کې ۳۵ ټنه سره بانجان، ۲۰ ټنه بسکویټ او چاکلیټ، ۱۲ ټنه غیرالکولي څښاک او ۱،۶۸۰ کاته د جرګو هګۍ شاملې دي

شریک یي کړئ