Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم او سپین بولدک لارې د ټرانزیټي توکو پر مخ پرانیستل شوې

د سپین بولدک او تورخم مرزي لارې چې افغانستان له پاکستان سره نښلوي له ۲۵ ورځو تړل کېدو وروسته د ټرانزیټي توکو پر مخ پرانیستل شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼۍ وايي چې دغه لارې له دې وروسته، اوونۍ کې درې ورځ - دوشنبه، چهارشنبه او جمعه به د ټرانزیټي توکو پر مخ پرانیستې وي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه په یوې خبرپاڼه کې وايي چې کابو ۱۰ زره کانټينره خوراکي توکي به افغانستان ته ولېږدول شي.

د سپین بولدک او تورخم لارې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار د سوداګریزو توکو پر مخ تړلي وو.

هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.
 
شریک یي کړئ