Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیايي سمبالتیاو او د درملو د پېر لپاره هر کال یو میلیارد ډالر له هېواد څخه بهر کېږي

افغانستان هر کال کابو یو میلیارد ډالر درمل او روغتیايي تجهیزات وارد وي په داسې حال کې چې د هېواد دننه د درمل جوړونې یوازې ۲۰ کار خونې شتون لري.

د فارمسۍ د چارو ریاست مسوؤلان وايي د وګړو د رسمي شمېر په بنسټ افغانستان هر کال د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت درمل مصرف وي چې ډېری دغه درمل له هند او پاکستان څخه واردېږي.

په افغانستان کې د روغتیا د کچې ټیټوالی او د روغتیايي چوپړتیاو کموالي د درملو د پلور بازار تود کړی دی او د هېواد په ګڼې ګوڼې سیمو کې په هر پنځه سوه مترۍ کې یو درملتون شتون لري.

د افغانستان د صنایعو د ټولنې رییس احمد سخي پیمان څرګنده کړه:"په خواشینۍ سره حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې په هېواد کې د درمل جوړولو د تولید د څانګې د پراختیا لپاره هېڅ کار نه دی شوی."

هغه زیاته کړه:" په داسې حال کې چې د درملو زیادو قلمونه چې په بازارونو کې پلورل کېږي له بهر هېوادونو څخه واردېږي، موږ کولای شوي چې په افغانستان کې تولید کړو.

که څه هم چې افغانستان له جګړو څخه مخې د درملو جوړولو دوه کار خونې درلودې او د هېواد د درملو د اړتیا زیاته برخه یې پوره کوله خو په تېرو ۱۳ کلونو کې د درملو د جوړلو د کارخونو لپاره هېڅ هڅه نه‎ده شوې.

د فارمسۍ د چارو ریاست مسؤولان له درمل جوړونکو څخه د لازم ملاتړ نشتوالی، د فابریکه لرونکو لپاره د ځمکو نشتوالی د درمل جوړولو د فابریکو د رامنځته کولو لپاره د صنعتي پارک نشتوالی په دې برخه کې د پانګونې د نه کېدو اصلي لامل بولي.

د عامې روغتیا د فارمسۍ د چارو رییس عبدالحفیظ قریشي څرګنده کړه:" که چېرې په افغانستان کې بېلابېل درمل تولید شي زموږ په ګټه دی ځکه چې د پیسو هغه ستر برخه چې له هېوا څخه بهر کېږي د هېواد په دننه په خوځښت کې لوېږي، خو زموږ ستونزه په ځانګړې توکه په کابل کې درملو د جوړولو لپاره ځانګړی صنعتي پارک نشتون دی، ځکه د درملو جوړولو کارخونې کار د نورو تولیدي توکو په څنګ کې نه تولیدېږي."

اوس‎مهال هند د درملو د جوړولو څه باندې د ۱۰ زرو فابریکو په لرلو په نړۍ کې د درملو د صادرونکي ستر هېواد په توګه پېژندل کېږي او پاکستان د افغانستان په ګاونډ کې د درمل جوړونې څه باندې پنځه زره کار خونې لري.په داسې حال کې چې ایران هم د درملو د جوړولو زرګونه فابریکې لري او افغانستان د درملو د فابریکو د نه لرلو له امله د درملو له پلوه په بشپړه توګه د ګاونډیو هېوادونو پورې تړلي دي.

افغانستان هر کال کابو یو میلیارد ډالر درمل او روغتیايي تجهیزات وارد وي په داسې حال کې چې د هېواد د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه