Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روڼتیا نشتوال او سلیقه‎يي چلند؛د بودیجې همیشنۍ ستونزه

       د مدني ټولنې یو شمېر غړي وايي چې د بودیجې په ځانګړې کونه کې د روڼتیا او توازن نشتوال او په بودیجه کې د سلیقو شتون، د بودیجې د سند همیشنۍ ستونزې دي.

د مدني ټولنې دغه غړي زیاتوي چې په ډېریو مواردو کې په بودیجه کې فني ستونزې د دې لامل کېږي چې دغه ملي سند،د اوونیو په تېرېدو سره،د ولسې جرګې له خوا تصویب نه‎شي او سږ کال هم ولسي جرګه باید د هغې په لاسوند کې د بدلونو په راوستو سره هغه تصویب کړي.

د مدني ټولنې فعال محمد آهنګران وویل:«زموږ موخه د متوازنې بودیجه ده او همدارنګه د بودیجې له لګولو څخه به جدي توګه څارنه وشي ترڅو د خلکو په ژوند کې بدلون راشي؛هغه څه چې په تېرو کلونو کې نه دي شوي.»

د مدني ټولنې فعال خلیل رووفي هم زیاته کړه:«ولایتونو ته د بودیجې په ځانګړې کول کې انډول په پام کې نه دی نیول شوی او یوه ولایت ته ډېرې پیسې ځانګړې شوې دي او بل ولایته کمې پیسې.په داسې حال کې چې بودیجه باید د ټولو هېوادوالو د اړتیاو پر بنسټ جوړه شي.»

د مدني ټولنې دغه غړي له ولسي جرګې څخه غواړي تر هغې چې د ۱۳۹۶ کال بودیجې سند ستونزې حل نه‎شي دغه بودیجه تصویب نه‎کړي.

د مدني ټولنې فعال دین محمد‎شاکر وویل:«ولسي جرګې ته زموږ وړاندیز دا دی تر هغه مهاله چې په بودیجه کې بدلون نه وي راغلی او په بودیجه کې انډول په پام کې نه وي نیول شوی،هغه تصویب نه‎کړي.»

له بخوا ویل کېږي چې په هېواد کې د بودیجې په جوړولو او لګولو کې یوه بنسټیزه ستونزه،د بودیجې جوړونې د مسلکي ډلې نشتوالی او همدارنګه د بودیجې جوړونې په واحدونو کئې د مسلکي او کاروړو کسانو نشتوالی دی. 
 
شریک یي کړئ