د سیمهييزو اقتصادي همکاریو ناستې(ریکا) کې چې د ترکمنستان په عشقآباد ښار کې ترسره کېږي، د افغانو ښځو لاسي صنایعو ته بازارموندنې موضوع هم اجنډا کې شامله ده.
د بهرنیو چار وزارت مرستیاله، عادله راز وايي چې د سمهییزو اقتصادي همکاریو په اومه غونډه کې د ټرانسپوټي پراختیاو، د بریښنا پر لیږد او د هېوادونو تر منځ پر سوداګریزو اړیکو سربیره د هېواد د محصولاتو له هغې ډلې د سوداګرو مېرمنو د لاسي صنایعو د بازار موندنې لپاره هم پروګرامونه پلان شوي دي.
آغلې راز زیاتوي:«زموږ د جوړ شوي پلان له مخې، افغانې ښځې کولی شي چې اروپايي او آسیايي بازارونو ته لار پیدا کړي تر څو دې بارازونو کې خپل توکي په ښه بیه وپلوري.»
په همدې حال کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې د حکومت د دغه پروګرام په ستایلو سره وایي چې اوس مهال په هېواد کې سوداګرې مېرمنې د بازار او مالي سرچینو له کموالي سره مخ دي.
دوی وايي چې دغه ننګونې په هېواد کې د سوداګرو میرمنو د کارو بار د ځوړ لامل شوي دي.
یوه سوداګره مېرمن، حسینه څرګندوي:«د سوداګرو ښځو ستونزې د بازارونو نشتوالی دی او تر اوسه موږ دایمي بازارونو ته لاسرسی نلرو، هغه شرکتونه چې ښځې یې مشري کوي حالت یې ورځ تر بلې خرابیږي.»
د سیمهییزو اقتصادي همکاریو اومه غونډه تر درېیو نورو میاشتو پورې د ترکمنستان په عشق آباد کې د دوه اویاوو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون جوړیږي.
افغانستان واردمخه د سمهییز اقتصاد د ښهوالي لپاره خپل پروګرامونه جوړ کړي دي چې په پام کې ده د سیمې د هېوادونو پرې بحث وکړي.