Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زعفرانو کروندګر د حکومت همکاریو غوښتنه کوي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي په روان کال کې بزګرو ته پنځه سوه ټنه د زعفرانو پياز ویشل کیږي، دغه وزارت زیاتوي په روان کال کې به د زعفرانو حاصلات اته ټنو ته ورسیږي، خو په همدې حال کې یو شمېر بزګر حکومت پر نه ملاتړ نیوکه کوي.

یوه میاشت وروسته د زعفرانو کښت پيلیږي او ښايي سږ کال هیواد کې په ۳ زره هکتاره ځمکه زعفران وکرل شي.

 د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند، لطف الله راشد څرګندوي: «داسې انګېرل کېږي چې سږ کال به افغانستان کې د زعفرانو حاصلات ۸ زره کیلو ته لوړ شي او د کرنې وزارت هڅو له مخې به با کیفیته زعفرانو تولید زیات شي.»

اوس  مهال په نړیوالوبازارونوکې یوه کیلو زعفران په ۱۸۰۰ ډالره پلورل کیږي چې د زعفرانو لوړې بیې بزګران دغه کښته زیات لیواله کړي.

عبدالنقیب هم بزګر دی چې له پنځوکلونوراهیسې په خپله ځمکه زعفران کري.

 دی وايي که حکومت ترې ملاتړوکړي کولای شي چې په ډيره ځمکه زعفران وکري.

کروندګر، عبدالنقیب څرګندوي: «د کرنې وزارت همکاري موږ ته جدي اړتیا ده، خو له بده‎مرغه زموږ د سیمې کوپراتیف دلته لاسرسی نه لري او موږ مرستو ته لاسرسی نلرو.»

د کرنې اواوبو لګولو وزارت د مالوماتو له مخې دغه وزارت د زعفرانود کیفیت مالومولو په موخه هرات کې یوه معیاري یوه ازمایښت خونه جوړه کړې.

چارواکي زیاتوي چې ددغه ازمایښت خونې موخه بهر ته د افغانستان د باکیفیته زعفرانو صاردول دي.

  افغانستان د ښې هوا او اوبو له اړخه  په سیمه کې د زعفرانو  کښت له پاره مخکښ هېواد بلل کیږي.

د کرنې اواوبو لګولو وزارت د مالوماتو له مخې دغه وزارت د زعفرانود کیفیت مالومولو په موخه هرات کې یوه معیاري یوه ازمایښت خونه جوړه کړې

شریک یي کړئ