Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سترو پروژو پلي کول د سیمې په ټیکاو کې بنسټیزه ونډه لري

ولسمشر غني د کابل بهیر په دویمه غونډه کې د سترو سیمه‎ييزو پروژو جوړېدل لکه «ټاپي» په افغانستان کې د افغانستان او د سیمې د ټینکاو لپاره ډېر مهم بولي.

هغه وايي چې دغه پروژې، د هېوادوالو ترمنځ اعتماد، یووالی او همدردي رامنځته کوي.

ولسمشر غني د کابل بهیر په دویمه غونډه کې د سیمې په تېره بیا د منځنۍ آسیا له هېوادونو د کاسا زر، د لاجوردو د لارې او چابهار بندر د پروژو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ له امله د مننې په کولو سره وایي چې د ملي یووالي حکومت هڅه کوي له چین او روسیې سره د اقتصادي اړیکو د پراخیتا لپاره کار وکړي.

 نوموړی تاپي پروژه د افغانسان اوګاونډیو هېوادونو تر منځ د همکاریو یوه بیېلګه بولي.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«په تېر کې ځینې په دې باور وو چې ګواکې افغانستان یو منزوي او پر وچې چاپېر هېواد دی، چې د تل لپاره به نورو ته اجتیاج وي. خو له نېکه مرغه نوې سیمه‎ییزې پروژې د هغه افغانستان همغه موقعیت چې د یوې ننګونې په توګه مطرح وه، پر یوه طلايي فرصت بدلی کړی دی.»

بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې لویو اقتصادي پروژو د حکومت له پروګرامونو د خلکو د ملاتړ لاره هواره کړې ده.

 دوی وایي چې د دغو پروژو عملي کېدل مرستندویان هم د ملي یووالي له حکومت سره نورو مرستو ته هڅوي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد علي مشعل په دې اړه وايي:«په نننیو اقتصادونو کې یوه ډېر فعال لوبغاړی خلک دي او یو بل نسبتاً فعال لوبغاړی دولت. نو دلته د خلکو بحث ډېر اهمیت لري. له هغو سیمو چې د ټاپي پروژه تېرېږي، که‎چېرې خلک ښه همکاري ولري، کولای شي چې د امنیت یوه ډېره ستره برخه تأمین کړي. کولای شي چې یوه پراخه اسانتیا رامنځته کړي او عملاً کولای شي په دغه بهیر کې ونډه واخلي.»

اخوا په دې غونډه کې ولسمشر وایي چې اوس‎مهال ډېری سوداګر هڅه کوي په هېواد کې د تولید په برخه کې هم کار وکړي.

 په هېواد کې د سوداګرۍ او صنایعو ټولنه د ولسمشر د خبرو له پخلي سره وايي چې یو شمېر سوداګر هڅه کوي پر سوداګرۍ سربېره د تولید په برخه کې هم پانګونه وکړي.

د صنایعو د عالي شورا رییس عبدالجبار صافي وايي:«موږ وینو چې د اقتصاد په عالي شورا کې پر ډېرو زیاتو پلانونو کار کېږي، خو که‎چېرې د اقتصاد عالي شورا، له لسمشرۍ ماڼۍ څخه پنځه کیلو مټره لیرې، صنعتي پارکونو ته راشي او د صنایعو له څېښتنو وپښتي، وینو چې هغوی ته ځمکه نه ده ورکړل شوې، د برېښنا له کموالي سره مخ دي مالي سرچینو ته لاسرسۍ نه‎لري په ځانګړې توګه د وارداتو له امله ډېر زیانمن شوي دي.»

اخوا ولسمشر د کابل بهیر په دویمه غونډه کې په هېواد کي ځوان کاري ځواک ته په پام سره وایي چې د هېواد د وګړو لویه برخه ځوان کارګر دي او هڅه کېږي چې د دعو ځوانانو د کار موندنې لپاره پروګرامونه طرحه شي.

شریک یي کړئ