Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوداګرو مېرمنو نندارتون؛ حکومت دې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي

افغان سوداګرې او پانګه‎والې مېرمنې د افغان لاسي صنایعو په دویم نندارتون کې وايي که‎چېرې حکومت په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې وې، موږ به ډېرې لاسته راوړنې لرلې وای.  

د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون د درې ورځو لپاره جوړ شوی و چې نن یې وروستۍ ورځ وه، په دغه نندارتون کې د څوارلس ولایتونو پانګه‌والو او سوداګرو مېرمنو خپل محصولات نندارې ته اېښي وو، د دغه نندارتون لیدونکي هم یوازې کابلیان نه دي.

کابل مېشتې شګوفه وايي:«نندارتون په افغان سوداګرو مېرمنو پورې اړه لري او موږ هم مسوولیت لرو چې ګډون وکړو او څيزونه وپېرو. ما هم لږ او ډېر شیان وپېرل، چې زعفران او ځينې نور څیزونه مې وپېرل.»

د هرات اوسېدونکې راضیه رستګار څرګندوي:«د ننوتلو لپاره پیسې اخیستل کېږي او همدا د دې لامل کېږي چې ځينې کسان له دروازې بېرته ولاړ شي. که‎چېرې دولت د څو ورځو لپاره دا ځای یې د خلکو لپاره په ویاړ توګه په اختیار کې ورکړی وای، ګڼه ګوڼه زیاتېده.»

که څه هم پانګه‌والې وايي، د دې نندارتون په دوه لومړیو ورځو کې د خلکو ګډون کم و، خو بیا هم دې نندارتون کې د خپلو لاس‌ته راوړنو خوښې دي.

د یو خصوصي شرکت مشره فتانه بیات په دې اړه وايي:«تراوسه مو دوه تړونونه لاسلیک کړل، یوه د زعفرانو په برخه کې او بل هم د ګاڼو په برخه کې.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله پرورش اوریاخېل څرګندوي:«موږ فني مرستې لرلې. موږ له ټولو برخو حتا د هغو شرکتونو په ګډون چې د خدماتو په برخه کې کار کوي، په دغه نندارتون کې شامل کړل.»

بل لورته بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې کابل او یو شمېر ولایتونو کې دایمي نندارتونونه جوړ کړي چې مشري به یې ښځې کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا وویل:«دا زموږ په پروګرام کې دی چې نه یوازې په کابل کې په ځينو نورو ولایتونو کې هم نندارتونونه جوړ کړو او همدا ټول له هېواده بهر هم. موږ د نندارتونو په برخه کې مېرمنو ته روزنیز ورکشاپونه هم جوړوو.»

دا نندارتون د چهلستون بڼ کې پیل شوی و او په کې ۱۵۰ زیات شرکتونو چې ښځې یې مشري کوي،ګډون کړی و.

اخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې کابل او یو شمېر ولایتونو کې دایمي نندارتونونه جوړ کړي چې مشري به یې ښځې کوي.

شریک یي کړئ