Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سپوږمکۍ په مرسته د وریجو کرکېلې لومړنۍ سروې

د مالوماتو او احصایې ملي ادارې، د لومړي ځل لپاره د سپوږمکۍ د انځورونو په واسطه هېواد کې سروې ترسره کړې ده.

دغه سروې په تېرو ۹ میاشتو کې افغانستان کې د وریجو او شولو د کرکېلې په موخه ترسره شوې ده او د هغې موندنې ښيي چې سږکال ۳۵۲ ټنه وریجې په هېواد کې تولید شوې دي.

د دغې سروې موندنې ښيي چې په هېواد کې د تېر کال په پرتله د وریجو محصولات څلور سلنه او د کرنې ځمکې اوه سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د دې موندنو پر بنسټ سږ کال د هېواد د اولسو ولایتونو په یو سلو اولس زره هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوي او د ۳۵۲ ټنو تولید شویو وریجو له ډلې اوه څلوېښت سلنه یې په کندوز کې تولید شوې دي.

د مالوماتو او احصایې ملي ادارې د جرافیايي مالوماتو د انسجام مرستیال نور الله ستانکزی وايي:«هغه سیمه مو چې د سپوږمکۍ د انځورونو په بنسټ اټکل کړي او په همدې ترتیب سره دویمه سرچینه چې د دغې سروې په پایله کې استفاده شوې ځمکنۍ سروې وه.»

دغه سروې د کرنې او اوبو لګولو وزارت او جایکا بنسټ یا دې جاپان د نړیوالو مرستو بنسټ په همکاری ترسره شوې ده.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړه:«بڼي تولیدات سبزۍ او شولې د تېرو کلونو په پرتله زیاتوالی موندلی. سږکال یوازې للمي غنم چې په باران پورې تړلي دي کم شوي دي.»

بل پلو که څه هم د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د سروې پر بنسټ له یو شپېته سلنه ډېر د هېواد اړتیا وړ وریجې په کور دننه تولیدېږي خو د پلازمېنې بازارونه له وارداتي وریجو ډک دي.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر اساس د هېواد د وریجو کلنۍ اړتیا پنځه سوه او څلور اویا زره ټنو ته رسېږي.

شریک یي کړئ