کندهار کې د سپین بولدک – چمن لاره د دواړو د افغانستان او پاکستان د صادراتو او وارداتو پرمخ پرانیستل شوه.
کندهار کې د سرحدي ځواکونو کمېسار، شریف الله غرزی وايي چې دواړو غاړو تیره ورځ پرېکړه کړې چې پر یاده لاره له دواړو خواوو د صادراتي او وراداتي توکو ترانزیټ وشي.
هغه ویلي چې له تېرې ورځې(چهارشنبې د زمري ۲۲مه نېټه) راهیسې پره دغه لاره دواړو خوواو ته سلګونه په توکو بار موټرو تګ راتګ کړی دی.
غرزي زیاته کړې چې دغه لاره د اوس لپاره په اوونۍ کې یوه ورځ د پلي خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ یاده لاره د مسافر تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د یادونې ده چې پاکستان د کرونا ویروس له خپرېدو سره خپلې لارې د تګ راتګ پر مخ له افغانستان سره وتړلې.