Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته د پانګونې پراختیا ته هیلې

د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک، د پانګونې پراختیا او د نړیوالې ټولنې د مرستو زیاتوالي ته هیلې زیاتې کړې دي.

د افغانستان اقتصاد لا هم له زیاتو ننګونو سره مخ دی؛ خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې په باور د سیاسي اختلافونو په حل سره؛ هغه تر ټولو لویه ننګونه چې له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د پانګوالو پر وړاندې وه؛ لرې شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«سیاسي کړکېچ خصوصي سکټور ته ډېر زیانونه اړولي دي. موږ فکر کوو هغه په سلګونه مېلیونه ډالرو پانګونه چې ټاکل شوې وه په افغانستان کې وشي، د همدغه سیاسي اختلافونو له امله ونه شوه او خلکو حتا خپلې کارخونې وتړلې.»

په وروستیو میاشتو کې ملي او نړیوالو بنسټونو په خپلو رپوټونو او څېړنو کې سیاسي ستونزو د هېواد د اقتصادي وضعیت د ودې پر وړاندې ستونزه بللې ده او مالیې وزارت هم منلې چې دغو ستونزو پر ملي عوایدو هم منفي اغېزې لرلې دي.
    
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«د ساسي اختلافونو له امله د افغانستان خلکو او خصوصي سکټور لوړه بیه پرې کړه. دا هوکړه چې شوې د پانګوالو او صنایع خاوندانو لپاره ډېرې هیلې راټوکلې دي. هیله ن یوو چې د افغانستان سیاسي مشرتابه له واحد فکر سره د افغانستان اقتصاد لپاره کار وکړي.»

بل خوا د البیروني څېړنېز انسټېیوټ وایي چې د افغانستان اقتصاد ۷۵ سلنه په نړیوالو مرستو پورې تړلی دی او مشروعیت او سیاسي ټیکاو د دغو مرستو د دوام لپاره یو واردمخه شرط دی.
 
د البیروني انسټېټوټ رییس نذیر کبیري په دې اړه وویل:«د ټول ګډونه او تړوني حکومت جوړېدل د امریکا د هغه یو مېلیارد ډالرو مرستې چې ځنډول شوې وه، د دوام لامل شي. همدارنګه جېنوا کنفرانس چې ټاکل شوې د روان کال په پای کې ترسره شي، د تړوني حکومت له جوړېدو ناشونې وه.»

نژدې دوه میاشتې وړاندې امریکا متحده ایالتونو د سیاسي اختلافونو او هغه څه له امله چې د یوه ټول کډونه حکومت په جوړولو کې یې د افغان مشرانو ناکامي وبلله، له افغانستان سره په خپلو مرستو کې د یو مېلیارد ډالرو د کموالي خبر ورکړ او خبرداری یې ورکړ چې راتلونکی زیږدیز کال به له دغو مرستو نه یو مېلیارد ډالره نور هم کم شي.
 
بل خوا د البیروني څېړنېز انسټېیوټ وایي چې د افغانستان اقتصاد ۷۵ سلنه په نړیوالو مرستو پورې تړلی دی.

شریک یي کړئ