Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شمال- لوېدیځې اوسپنې پټلۍ د جوړېدو لپاره د ازبیکستان لېوالتیا

د اوسپنۍ پټلۍ ادارې چارواکي وايي چې ازبیکستان لېواله دی چې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې له ایران سره ونښلي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان لاره چې تر ټولو لنډه لار به وي.غوره به کړي.

د دغو چارواکو په وینا، له همدې کبله ازبیکستان هڅه کوي چې د شمال – غرب د کږلېج د جوړېدو لپاره چې له مزارشریف څخه پیل او له څلورو ولایتونو په تېرېدو هرات ته رسېږي، له افغانستان سره مرسته وکړي.

د اوسپنې پټلۍ د خپلواکې ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي په دې اړه وویل:«د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ۷۵ کیلومټرو اصلي او ۳۱ کیلومټره فرعي، پنځ استېشنه چې په دغه مسیر کې جوړ شوي،عملاً یې د مرازشریف تر هوايي ډګره دوام پيدا کړی او تر پنځه، شپږو کلونو هلته جریان لرلی. ټاکل شوې دغه پټلۍ په مزار کې له نایب اباد څخه یوه خوا یې هرات خوا غځېږي او له بلخوا کندز خوا ته دوام پيدا کوي. ازبیکستان کولای شي د اوسپنې له دغې پټلۍ سره عملاً د افغانستان له پټلۍ سره ونښلي.»

د اوسپنې پټلۍ ادره وايي چې د هېواد له شمال لوېدیځ ته د اوسپنې پټلۍ، له تاجیکستان، قرغزستان، ایران او چین د دې سربېره له ازبیکستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره به هم زمینه برابره شي.

له بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه له ازبیکستان سره د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو ښه‎والي ته په هیلو سره وايي چې له دغه هېواد سره د ټرانزیټي او سوداګریزې هوکړې‎ له لاسلیک سره، افغانستان به د ازبیکستان له لارې ونښلول شي.

  د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي:«تمه کېږي چې ولسمشر په نېږدې راتلونکي کې ازبیکستان ته سفر وکړي او هلته کابو ۱۶ هوکړې لاسلیک شي. په دغو هوکړو کې به یوه دا وي چې د اوسپنې پټلۍ کارونه پيل شي، ټرانزیټي ستونزې حل شي، او سوداګریزې اړیکې پراخې شي. دا زموږ لپاره ښه زیری دی او دا موږ ته دا هیله راکوي چې په افغانستان کې ډېره پانګونه وکړو.»

د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي چې د دغې لارې په جوړېدو سره، د چین په ګډون د هېواد په شمال لوېدیځ کې پنځه هېوادونه سره نښلوي.

شریک یي کړئ