Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شوګاني کارخونو څېښتن د خپلو ستوزو پر حل ټینګار کوي

په ننګرهار کې د شوکاڼي کارخونو ځينې څېښتن نن دوشنبې «د وږي په ۱۰مه» له ولسمشر غني وغوښتل چې په هېواد کې د کاشوڼي کانونو ستونزې حل کړي.

دغه کارخونه لرونکي وايي چې د شوکاڼي د پروسس پر کارخونو یې کابو ۵۰ مېلیونه ډالره پانګونه کړې ده، خو له درې کلونو راهیسې د شوکاڼي کانونه پانګونې ته نه وړاندې کېږي. او دا کار د کارخونو د اومه توکو په تامین کې د ستونزو لامل شوی دی.
  
په ننګرهار کې د شوکاڼو د فابریکو خاوندان ادعا لري چې د خامو توکو د نشتوالي له امله په غه ولایت کې د شوکاڼو د پروسس شاوخوا دیرش فابریکې له فعالیته پاتې دي.

د کارخونو دا خاوندان وایي چې له درېیو کلنو راهیسې په ننګرهار کې د شوکاڼو استخراج درول شوی دی او دا کار په دغه ولایت کې د شوکاڼو د فابریکو د فعالیت د درېدو لامل شوی دی.

په ننګرهار کې د شوکاڼي د پروسس کارخونو د خاوندانو د ټولنې غړی محمد ولي وویل:«زموږ ستونزې له حده زیاتې دي له هغې ډلې د اومه توکو نشتون، نه پوهېږم چې د کانونو وزارت ولې د شوکاڼي تړونونه پایلې ته نه رسوي او په دې صورت کې زموږ پانګونې په څه مانا دي.»

دا فابریکه لرونکي په کانونو وزارت کې ستونزې او په ولایت کې دوامداره سرپرستي د ډبرو د وړو تړونونو د پڅوالي لامل بولي او له ولسمشر نه غواړي چې پرستونزو یې غور وکړي.
 
په ننګرهار کې د کارخونې څېښتن سید انور محمد وايي:«له ولسمشر نه غواړو چې د خدای په لحاظ له لویو مسایلو تېر شئ موږ غریب خلک یوو او زموږ همدا کوچنۍ ستونزې حل کړئ.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیرمطفي بیا څرکندوي:«ستونزې وې خو موږ د هغوی ډېره برخه حل کړې او ډېر ژر به تړونونه ورکړل شي او استخراج به پيل شي.»

شوکاڼي یو ډول صنعتي منرال دی چې په بېلابېلو صنایعو لکه درمل جوړولو، سینګارتوکو، د رابړونو او پلاسټيکو په تولید، غوړیو، پي وي سي او د صنایعو نژدې سلو نورو بېلابېلو برخو کې کارول کېږي.

شریک یي کړئ